ټرمپ: د اټومي هوکړې لپاره باید سعودي عرب اسرائیل په رسمیت وپېژني

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, رابرټ ګرینال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۶ دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د امریکا او سعودي عرب ترمنځ هغه هوکړه چې له مخې به یې واشنګټن د سعودي له اټومي انرژۍ پروګرام سره مرسته کوي، په دې شرط پورې تړلې ده چې ریاض باید د اسرائیل دولت په رسمیت وپېژني.
ټرمپ پر خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیال لیکلي:
"د ملکي اټومي انرژۍ هوکړه (په کې به د موادو غني کول نه وي!) چې یوازې د غیر پوځي استعمال لپاره ده، تصویبېږي؛ خو دا په بشپړه توګه له دې سره تړلې ده چې سعودي عرب د درناوي وړ او بریالیو ابراهیمي تړونونو برخه شي."
لا تر اوسه روښانه نه ده چې د ابراهیمي تړونونو سره د سعودي یوځای کېدل د اټومي هوکړې په رسمي متن کې د شرط په توګه شامل شوي که نه، ځکه د دغې هوکړې متن لا نه دی خپور شوی. دغه راز دا هم څرګنده نه ده چې سعودي عرب له دې شرط سره موافقه کړې ده که نه.
سعودي عرب تر اوسه د ټرمپ دغو څرګندونو ته رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیوېټ د پنجشنبې په ورځ وویل چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ دا شرط له سعودي چارواکو سره په یو شمېر پخوانیو لیدنو او خبرو کې مطرح کړی دی.
هغې وویل:
"ولسمشر ټرمپ ویلي چې که سعودي عرب د ابراهیمي تړونونو برخه نه شي، نو دا هوکړه به لغو شي. له همدې امله به موږ په راتلونکې کې هم له خپلو سعودي سیالانو سره دا خبرې روانې وساتو."
د ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې چې یو شمېر کارپوهانو نیوکه وکړه، او په وینا یې د امریکا او سعودي ترمنځ هغه هوکړه چې د چهارشنبې په ورځ اعلان شوه، ښايي په یوه داسې سیمه کې چې لا دمخه بې ثباته ده، په راتلونکي کې د اټومي وسلو د خپرېدو خطر زیات کړي.
د امریکا د جمهوري غوښتونکي او دیموکرات ګوندونو ځینو قانون جوړوونکو هم ورته اندېښنې څرګندې کړې دي. خو د ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند د کانګرېس د استازو جرګې او سنا دواړو کنټرول په لاس کې لري، او داسې نه ښکاري، چې د دې هوکړې مخالفین د هغې د مخنیوي لپاره کافي رایې ولري.
د امریکا د انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې، په دې هوکړه کې د سولهییزې اټومي همکارۍ تړون او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټومي خوندیتوب او څارنې دوه اړخیزه موافقه شامله ده.
امریکا او سعودي عرب د اټومي پروګرام په اړه تاریخي تړون لاسلیک کړ
دا تړون د ''سولېیزې اټومي همکارۍ تړون'' په توګه یاد شوی، چې د امریکا د انرژۍ وزارت د یوې اعلامیې له مخې به د سعودي عرب د اټومي انرژۍ په پروګرام کې امریکايي شرکتونو ته ''پراخ لاسرسی'' برابر کړي.
د امریکا انرژۍ وزارت په وینا دواړو هېوادونو دغه راز د ''دوه اړخیز خوندیتوب تدابیرو تړون'' هم لاسلیک کړی دی.
په اعلامیه کې راغلي: ''دغه دوه تړونونه په ګډه د څو لسیزو اوږدې او د میلیاردونو ډالرو په ارزښت ملګرتیا لپاره حقوقي بنسټ برابروي. دا ملګرتیا به د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي په ګډون یو شمېر مهم اقتصادي او ستراتیژیک هدفونه، پرمخ یوسي.''
د تړون دقیق جزییات نه دي خپاره شوي، خو مخکینیو رسنیزو راپورونو ښودلې وه چې سعودي عرب به له امریکا سره د یوې ګډې څېړنې له ترسره کولو وروسته، اجازه ومومي چې په خپله خاوره کې یورانیم بډای کړي او د دې پر ځای، چې پر وارداتي توکو تکیه وکړي، د بډاینې لپاره به د امریکا لخوا په جوړېدونکو تاسیساتو کې اټومي سون توکي تولید کړي.
دا پروژه امریکا ته د میلیاردونو ډالرو اقتصادي ارزښت لرلی شي، ځکه امریکايي شرکتونه ښايي د هغو تاسیساتو په جوړولو کې برخه واخلي چې بډایه شوی یورانیم تولیدوي. بډایه شوی یورانیم هم د برېښناکوټونو د سون توکي په توګه کارول کېدای شي او هم د اټومي وسلو په جوړولو کې کارېدلی شي.
د چهارشنبې ورځې د اعلامیې له مخې، دا تړون به ''د اټومي خوندیتوب، امنیت او د اټومي وسلو د خپرېدو د مخنیوي د لوړو معیارونو په ساتلو سره د امریکا او سیمې امنیت پیاوړی کړي، او د ملکي اټومي ټکنالوژۍ په برخه کې به د امریکا سیالي برتري نوره هم ټینګه کړي.''
د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ وايي:
''باور وکړئ چې دا تړونونه د اټومي خوندیتوب او د اټومي وسلو د نه خپرېدو تر ټولو لوړ معیارونه ساتي، او د نړۍ پر غوره اټومي ټکنالوژۍ او پوهانو ولاړ دي چې دلته په متحده ایالاتو کې ډیزاین شوي دي.''
هغه زیاته کړه:
''د ولسمشر ټرمپ مننه، د امریکا اټومي رنسانس پیل شوي او دا به د امریکا او سعودي عرب خلکو ته اوږدمهاله ګټې ورسوي.''
د اټومي چارو کارپوهانو او پخوانیو اسرائیلي چارواکو، چې په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو نژدې متحد بلل کېږي، اندېښنه څرګنده کړې چې دا پلان ښايي په پای کې سعودي عرب ته د اټومي وسلې د جوړولو وړتیا ورکړي.
دوی وايي، که څه هم د تړون موخه د ملکي اټومي انرژۍ پراختیا بلل شوې، خو د یورانیمو د بډایه کولو ټکنالوژي دوه ګونی استعمال لري او د برېښنا د تولید تر څنګ د اټومي وسلو په پروګرامونو کې هم کارېدلی شي.
ټاکل شوې چې دا تړون اوس د کتنې او ارزونې لپاره د امریکا کانګرېس ته واستول شي. ښايي چې د دواړو ګوندونو ځینې قانون جوړونکي به له دې موافقې سره مخالفت وکړي، خو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ جمهوري غوښتونکی ګوند د کانګرېس په دواړو جرګو، یعنې استازو جرګه او سنا کې اکثریت لري.
د یورانیمو بډایه کولو شرط دا تړون له هغه تړونه جلا کوي چې امریکا په ۲۰۰۹ کال کې د سعودي عرب له ګاونډي متحده عربي اماراتو سره لاسلیک کړی و. د هغه تړون له مخې، امارات په خپله خاوره کې اټومي سون توکي نه تولیدوي او یو لړ نور محدودیتونه هم مني.
له همدې امله تمه کېږي چې دا نوی تړون د اټومي وسلو د نه خپرېدو د ملاتړو او فعالانو اندېښنې هم را وپاروي. د دغو ډلو اساسي موخه دا ده چې په نړۍ کې د اټومي وسلو د شمېر د زیاتېدو مخه ونیول شي.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، د امریکا او سعودي عرب دغه تړون لا دمخه د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا تصویب شوی دی.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، که د امریکا او سعودي عرب له ګډې څېړنې وروسته واشنګټن په سعودي عرب کې د یورانیمو له بډایه کولو سره مخالفت وکړي، ریاض به ونه شي کولی د لسو کلونو لپاره دا کار په خپل سر یا د کوم بل بهرني شریک په مرسته ترسره کړي.
دغه راز، د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د امریکا او سعودي عرب نوی اټومي تړون له دې شرط سره نه دی تړل شوی چې سعودي عرب باید له اسرائیل سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې عادي کړي.
د سعودي عرب او اسرائیل ترمنځ د اړیکو عادي کول پرلپسې د امریکايي ولسمشرانو له مهمو بهرنیو سیاستونو او موخو ګڼل کېدل.
د ایران اټومي موضوع له ایران سره د امریکا او اسرائیل د څو میاشتو کړکېچ او شخړې مرکزي نکته پاتې شوې ده.
امریکا او اسرائیل وایي، د دوی د پوځي اقداماتو او فشارونو له اصلي دلایلو یو دا و چې د ایران د اټومي وسلې د جوړولو مخه ونیسي. دواړه هېوادونه ټینګار کوي چې ایران باید هېڅکله د اټومي بم د جوړولو وړتیا ترلاسه نه کړي. تهران بیا دا ادعاوې ردوي او وایي چې د اټومي وسلو د جوړولو نیت نه لري او اټومي پروګرام یې سوله ییز اهداف لري.
د سعودي عرب فعلي واکمن او ولیعهد، محمد بن سلمان، په ۲۰۱۸ کال کې له سي بي اېس نیوز سره په مرکه کې ویلي وو چې هېواد یې د اټومي وسلې د ترلاسه کولو پلان نه لري، خو خبرداری یې ورکړی و:
''بې له شکه، که ایران اټومي بم جوړ کړي، موږ به هم ژر تر ژره ورته ګام پورته کړو.''
سعودي عرب: دا تړون به د اټومي امنیت، خوندیتوب او د اټومي وسلو نه خپرېدو په برخه کې همکاري پیاوړې کړي

د عکس سرچینه، Getty Images
د سعودي عرب حکومت په یوه اعلامیه کې ویلي چې له امریکا سره یې د اټومي انرژۍ د سوله ییزو کارونو په اړه تړون لاسلیک کړی او په دې سره د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږدې خبرې او مذاکرات بشپړ شوي دي.
دغه تړون د سعودي عرب د انرژۍ وزیر او د صنعت او معدني سرچینو وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان آل سعود او د امریکا د انرژۍ وزیر کریس رایټ لخوا لاسلیک شوی دی.
د سعودي حکومت په وینا، دا تړون به د اټومي امنیت، اټومي خوندیتوب او د اټومي وسلو د نه خپرېدو په برخو کې د دواړو هېوادونو ګډه همکاري لا پیاوړې کړي.
اعلامیه زیاتوي چې یاد تړون د سعودي عرب او امریکا د ګډ لید څرګندونه کوي، چې د انرژۍ، پرمختللو ټکنالوژیو او راتلونکو نوښتونو په برخو کې خپلې همکارۍ پراخې کړي او د دوامدارې پراختیا موخو ته وده ورکړي.




















