ان اوښان هم افریقا کې سختې ګرمۍ ته تاب نه شي راوړولی

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, نوین سینګ کهادک
- دنده, د چاپېریال خبریال
- د خپرېدو وخت
- د لوستلو وخت: ۸ دقیقې
اوښان د "بېدیا بېړۍ" بلل کېږي، خو اوس ان همدا پیاوړي او د سختو شرایطو زغمونکي حیوانات هم په افریقا کې د مخ په زیاتېدونکو تودوخې له سختو اغېزو خوندي نه دي.
د ایتوپیا د شمال ختیځ عفار سیمه د ځمکې له تر ټولو ګرمو او وچو ځایونو یوه ده، هلتهکوچیان ډېر ځله د صحرا له لارې د مالګې د لېږد لپاره د اوښانو کاروانونه بیايي.
علي عمر، چې د عفار د سمیرا سیمې د اوښانو ساتونکی دی، بيبيسي ته وویل: "زه وینم چې زما اوښان د سختې ګرمۍ له امله کړېږي"،
هغه وویل: "د دوی په پښو کې تاولونه پیدا کېږي، سترګې یې اوښلنې کېږي او کله چې چو (ناست) وي، ګرمه شګه یې پوستکی سوځوي او وژغوڼې یې له منځه وړي."
دغه ۴۰ کلن سړي شاوخوا ۵۰۰ اوښان لري.
هغه وویل: "په تېره یوه میاشت کې مې د سختې ګرمۍ له امله اته جونګیان (د اوښ بچيان) له لاسه ورکړي دي. ګرمي ډېره شدیده شوې او وضعیت ورځ تر بلې ستونزمن کېږي."
هغه زیاته کړه: "ان هغه باد چې پخوا به یې سړه هوا راوړه، اوس ګرمۍ له ځان سره راوړي." نوموړي وویل چې په وروستیو کلونو کې یې د تودوخې دا ستر بدلونونه لیدلي دي.
علي یوازې نه دی چې دا بدلونونه یې احساس کړي؛ ساینسپوهان، د حیواناتو د هوساینې کارکوونکي او بېلابېلې څېړنې ټول یادونه کوي چې سخته ګرمي په مستقیم ډول د فشار، ستړیا، د بدن د اوبو کموالي او د ناروغیو د زیاتېدو لامل کېږي.
لوړې تودوخې په غیرمستقیم ډول هم اوښان ځوروي، ځکه چې د اوبو سخت کمښت، د بوټو له منځه تګ او د سیوري د ځایونو کمېدل رامنځته کوي.

د عکس سرچینه، Corbis via Getty Images
شمالي افریقا او د افریقا د ښکر سیمه د نړۍ د تر ټولو لویې ډلې د یو بوکام اوښانو (ډرومیډري اوښانو) شاوخوا ۸۰ سلنه کوربه دي؛ دا هغه اوښان دي چې یو بوکام لري.
د کلونو په تېرېدو سره، په دغو سیمو کې بزګرانو او مالدارانو د سختې ګرمۍ او وچکالۍ د زغملو وړتیا له امله پر همدې حیواناتو ډېره تکیه کړې ده.
خو یوه څېړنه چې په ۲۰۲۵ کال کې خپره شوې او د سوېلي ایتوپیا د اوښانو د ساتونکو د نظرونو پر بنسټ جوړه شوې، ښيي چې لوړې تودوخې او د اقلیم بدلونونو د اوښانو د رمو پر روغتیا ناوړه اغېز کړی دی.
په څېړنه کې ویل شوي: "ځواب ورکوونکو راپور ورکړی چې د اقلیم بدلون او بدلونپذیرۍ د اوښانو پر روغتیا، تولید وړتیا او د مثل تولید پر فعالیت اغېز کړی دی."
په ګاونډي هېواد سومالیا کې، داسې ښکاري چې وضعیت لا ډېر جدي دی. په جون میاشت کې خپرو شوې څېړنې ښودلې چې د وچکالۍ له امله د اوښانو مړینه یوه پراخه ستونزه ګرځېدلې، چې نژدې ۴۶ سلنه د اوښ لرونکو کورنیو اغېزمنې کوي.
په دې څېړنه کې نژدې ۶۰۰۰ کوچیاني کورنۍ شاملې وې، او څرګنده شوه چې د اوښانو مړینه تر ډېره په شمالي سیمو کې متمرکزه ده؛ په سُول (Sool) سیمه کې د مړینې کچه نږدې ۷۳ سلنې ته رسېږي، چې ډېره لوړه کچه بلل کېږي.
متخصصین وايي چې په دې سیمه کې د وچکالۍ اصلي لامل سخته ګرمي ده، که څه هم نور عوامل لکه د وترنرۍ (حیواناتو د درملنې) د خدمتونو کمښت او د حیواناتو ناسم مدیریت وضعیت نور هم خرابوي.
د هواپېژندنې ساینسپوهانو یوې څېړنې موندلې چې په سیمه کې لوړې تودوخې د ۲۰۲۱–۲۰۲۲ کلونو د وچکالۍ تر شا اصلي لامل وې، ځکه چې سخته ګرمي د خاورې او د اوبو له سرچینو اوبه پر بخار اړوي او بوټي هم خپلې اوبه د بخار په بڼه هوا ته خوشي کوي.
وترنران وايي چې دوی اوس د ناروغو اوښانو درملنه ډېره کوي او د سختې ګرمۍ او وچکالۍ له امله د اوښانو د مړینې ډېرې پېښې ویني.
حسن نویا ګویو، چې د ایتوپیا پولې ته څېرمه د کینیا د شمال ختیځ مارسابیت کاونټۍ وترنري افسر دی، بيبيسي ته وویل: "موږ په اوښانو کې د بدن د غیرطبیعي لوړې تودوخې (هایپرترمیا) د پېښو د پام وړ زیاتوالی وینو، چې له امله یې دوی په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي".
"په تېرو دوو کلونو کې، موږ په خپله کاونټۍ کې د سختې ګرمۍ له امله د اوښانو په مړینه کې له ۱۵ سلنې زیاتوالی لیدلی دی."
د افریقا د ښکر سیمې په اړه د یوې بلې څېړنې له مخې، په اوښانو کې د ناروغیو زیاتوالی او د شیدو د تولید کمېدل د اقلیم بدلون د اغېزو پایله ده، چې پکې د ګرمۍ له امله رامنځته شوی فشار هم شامل دی.

د عکس سرچینه، Hassan Nuya Guyo
په شمالي افریقا کې هم ورته حالت روان دی. په الجزایر کې یوه څېړنه چې سږ کال خپره شوې، ښيي چې د اوړي د تودوخې د څپو پر مهال د اوښانو په مړینه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
په څېړنه کې ویل شوي: "د وختي لړۍ (Time series) تحلیل د مړینې د موسمونو ترمنځ د پام وړ الګوګانې ښيي، چې دا اړتیا څرګندوي چې د لوړ خطر په وختونو، لکه د اوړي د ډېرې ګرمۍ میاشتو کې، ځانګړي اقدامات ترسره شي؛ لکه د اوبو منظم برابرول، اضافي خواړه ورکول، او د ناروغیو څارنه پیاوړې کول."
د نړۍ د هوا پېژندنې سازمان (WMO) وايي چې د سختې ګرمۍ پېښې په یو شمېر شمالي افریقایي هېوادونو کې په یوه عامه پدیده بدلې شوې دي او له ۱۹۸۱ کال راهیسې د ګرمۍ څپې په څرګند ډول د زیاتېدو په حال کې دي.
دغه سازمان ویلي چې د سیمې او منځني ختیځ یو شمېر هېوادونو په ۲۰۲۴ کال کې له ۵۰ درجې سانتيګراد څخه لوړې تودوخې ثبت کړې دي.
د WMO د "په افریقا کې د اقلیم وضعیت ۲۰۲۵" راپور له مخې، شمالي افریقا د ۱۹۹۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د افریقا د شپږو فرعي سیمو په منځ کې تر ټولو چټکه تودوخه تجربه کړې، چې په هره لسیزه کې ۰.۴۳ درجې سانتيګراد زیاتوالی ښيي.
متخصصین وايي چې اوښان تر شاوخوا ۴۰ درجې سانتيګراد پورې له ګرمۍ سره په ښه ډول مقابله کولی شي، ځکه دوی د ورځې په اوږدو کې د خپل بدن تودوخې ته اجازه ورکوي چې څو درجې پورته او ښکته شي، څو د چاپېریال له تودوخې سره ځان برابر کړي.
په دې کار سره دوی له خولو کولو ډډه کوي او د غلیظ ادرار او وچو فضلاتو له لارې د بدن د اوبو ضایع کېدل کموي. همدارنګه د دوی د پوستکي غټ پوښ (وژغوڼې) د لمر د وړانګو پر وړاندې د ساتنې مرسته کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر محمد بنګومي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) ساینسپوه دی، وویل: "خو اوښان هم د ګرمۍ له فشار (Heat stress) سره مخ کېدای شي، کله چې تودوخه د دوی د زغم له کچې لوړه شي". نوموړی د اوښانو په روغتیا کې تخصص لري او په شمالي افریقا کې کار کوي.
هغه بيبيسي ته وویل: "د صحرا په ډېرو برخو کې د اوړي تودوخې اوس ډېر ځله له ۵۰ درجې سانتيګراده اوړي، چې د سختې ګرمۍ د فشار خطر زیاتوي، په ځانګړي ډول هغه وخت چې ورسره د بوټو پوښښ کم شي، د اوبو کمښت رامنځته شي او سیوري ته لاسرسی محدود وي."
په الجزایر کې د غردایه پوهنتون پروفیسور عبدالمجید شحمه، چې د صحرا په سیمه کې یې پر اوښانو تجربوي څېړنې ترسره کړې دي، هم ورته پایلې ته رسېدلی دی.
هغه بيبيسي ته وویل: "زموږ څېړنې ښيي چې د ورځې او شپې اوږدمهاله تودوخه چې له ۴۱ تر ۴۵ درجې سانتيګراد لوړه وي، په مستقیم ډول د دوی پر حجرو برید کوي."
"د دوی د بدن دفاعي سیستم زیانمنېږي، ځکه دا ډول لوړه تودوخه د فشار له امله د سپینو وینې حجرو او نورو حجرو ته زیان رسوي. حجرې د ځان د رغولو لپاره له ستونزو سره مخ کېږي او بالاخره له منځه ځي."
د اوښانو لپاره دا معنا لري چې کله د ګرمۍ فشار پیل شي، د دوی میتابولیزم (د بدن د انرژۍ د کارولو بهیر) ورو کېږي، څو د بدن دننه د تودوخې تولید محدود کړي. د دې پایله د خوړو په اخیستلو کې چټک کمښت، سستي او عمومي ستړیا ده.
دا حالت د شیدو د تولید د کمېدو لامل کېږي او همدارنګه د مثل تولید (زېږون) ستونزې رامنځته کوي.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
په مراکش کې د کازابلانکا پوهنتون د حیواناتو د هایدرولوژۍ (د اوبو او حیواناتو د اړیکو) متخصص پروفیسور محمد الخصمي، د هغو اغېزو یوه اوږده لېست لري چې ده او د هغه ډلې یې د اوښانو پر بدن د ګرمۍ د فشار له امله لیدلي دي.
هغه وویل چې د وزن کمېدل، التهاب (پړسوب)، د عضلو او هډوکو اړوند ناروغۍ، د پښتورګو د خراب کار له امله د بدن د کیمیاوي توازن ګډوډېدل، او د پرازیتونو له امله رامنځته کېدونکې ساري ناروغۍ د دغو اغېزو له ډلې څخه دي.
متخصصین وايي چې که څه هم سخته ګرمي اصلي لامل دی، خو د هغې اغېزې هغه وخت ډېرې شدیدې کېږي چې نور عوامل هم ورسره یوځای شي؛ لکه د بوټو او اوبو له منځه تګ، د سیوري د ځایونو کمښت او د وترنرۍ د کافي خدمتونو نشتوالی.
همدا لامل دی چې د ایتوپیا ډېرو مالدارانو خپل اوښان له شمالي سیمو څخه، چېرې چې دغه حیوانات په تاریخي ډول اوسېدل، جنوبي سیمو ته لېږدولي دي؛ ځکه هلته اوبه او بوټي نسبتاً ډېر موندل کېږي، د سیمې متخصصین وايي.
ډانیل ګیلان، چې د ایتوپیا د ویژن پوهنتون پروفیسور او د کوچیانو د پراختیا څېړونکی دی، وویل: "او دا د مالدارانو موسمي کوچ نه دی."

د عکس سرچینه، Ali Umer
هغه بيبيسي ته وویل: "هغوی شمالي سیمه د تل لپاره پرېږدي، ځکه د سختې ګرمۍ او وچکالۍ له امله نور هلته د اوښانو روزنه دوامداره ساتلی نه شي".
د خیریه موسسې اکسفام په وینا، د افریقا د سینګ سیمه له ۲۰۲۰ تر ۲۰۲۳ کال پورې له تر ټولو اوږدې او سختې ثبت شوې وچکالۍ څخه د رغېدو په حال کې وه، خو اوس بیا له همدې سختو شرایطو سره مخ ده.
دې موسسې ویلي چې په سومالیا کې په ځینو سیمو کې د وچکالۍ له امله د اوبو بیې له ۲۰۰۰ سلنې څخه زیاتې لوړې شوې دي.
عمر، چې په عفار سیمه کې د څارویو ساتونکی دی، وویل چې اندېښمن دی، ښايي د ناروغیو یوه څپه هر وخت پیل شي او د هغه بالغ اوښان ووژني.
د پروفیسور شحمه په وینا، د هغه اندېښنه پر ځای ده.
هغه وویل: "که څه هم اوښان لا هم د مالدارانو لپاره د صحرا پر وړاندې د دفاع وروستۍ وسیله پاتې دي، خو د اوسنیو ګرمۍ څپو بېسارې شدت په مستقیم ډول د دوی حیاتي دندې ګواښي، او دا هغه حیوان چې په تاریخي ډول ډېر زغمناک بلل کېده، د اقلیم د بدلون قرباني ګرځوي."
د بيبيسي امهاریک (BBC Amharic) د خبریالې فایرهیوټ کاسا اضافي راپور.



















