نړیوال بازار کې د تېلو یوه بېرل بیې یو ځل بیا له مې میاشتې وروسته لومړی ځل ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې دي. د دې اصلي لامل په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکو شخړو له امله د نړیوالې انرژۍ د عرضې په اړه اندېښنې بلل کېږي.
برېنټ خام تېل چې د نړۍ د تېلو د بیو مهم معیار ګڼل کېږي، د پنجشنبې په ورځ له ۶ سلنې ډېر لوړ شول. دا زیاتوالی هغه مهال چې امریکا پر ایران خپل پوځي بریدونه زیات کړل، د څو ورځو پرلپسې لوړېدو وروسته راغلی.
د تېلو بیې هغه وخت لا پسې لوړې شوې چې په یمن کې د حوثيانو ځواکونو په سره سمندر کې پر تېل لېږدوونکو بېړیو بریدونه وکړل او له امله یې د صادراتو یو مهم سمندري مسیر له خطر سره مخ شو. سعودي عرب له هرمز تنګي د ډډې کولو لپاره له همدې لارې ګټه اخلي.
د ګازو بیې هم په تېره یوه میاشت کې په پرلپسې توګه لوړې شوې دي.
د امریکا او ایران ترمنځ د لنډمهال اوربند له اعلان وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې وې او بېرته هغو کچو ته رسېدلې وې چې د فبرورۍ په ۲۸مه، د امریکا او اسرائیلو لخوا د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له پیل وړاندې لیدل شوې وې.
خو اوربند ناکام شو، او د روانې اوونۍ په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې په ایران کې پرېکړه کوونکي کسان "د یوه تړون لپاره چمتو نه دي".
د روانې شخړې له امله په برېتانیا، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو کې د انفلاسیون د لوړېدو خطر زیات شوی، چې له کبله یې د مصرفوونکو لپاره بیې نورې هم لوړېدای شي.
د تېلو لوړې بیې معمولًا دا معني لري چې د پټرولو او ډیزلو بیې هم لوړېږي.
که څه هم د دې مستقیم اغېز پر موټر چلوونکو پرېوځي، خو د کورنیو مصرفوونکو لپاره هم د خوراکي توکو او نورو سامانونو د بیو د لوړېدو احتمال شته، ځکه سوداګر خپلې لوړې ترانسپورتي لګښتونه پر پیرودونکو وراچوي.
په برېتانیا او امریکا کې د انفلاسیون کچه راکمه شوې ده، خو لا هم پوښتنه شته چې ایا په منځني ختیځ کې د شخړې بیا زیاتېدل به دغه کمښت لنډمهالی ثابت کړي که نه.
په بریتانیا کې د پټرولو بیه د دوو نیمو اوونیو په موده کې د هر لیټر پر سر ۵ پنسه لوړه شوې او نږدې ۱.۵۶ پونډه ته رسېدلې ده. د RAC ادارې په وینا، د ډیزلو اوسط بیه ۱.۷۲ پونډه د هر یوه لیټر لپاره ده.
په امریکا کې د موټر چلوونکو د حقونو د ملاتړ ادارې AAA ویلي چې د پټرولو اوسطه بیه یو ځل بیا له ۴ ډالرو په هر ګیلن لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې یوه میاشت مخکې ۳.۹۲ ډالره وه.
د امریکا د فدرالي زېرمې نوي ټاکل شوي مشر کېون وارش تېره اوونۍ کانګرېس ته وویل چې مرکزي بانک ته "دوامداره لوړ انفلاسیون هېڅ د منلو وړ نه دی".
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وارش پر مخکیني مشر جېروم پاول فشار راوړی و چې د سود کچه راکمه کړي.
ټرمپ څرګنده کړې چې تمه لري وارش به د امریکایانو لپاره د پور اخیستلو لګښت د کمولو په اړه د ده غوښتنه عملي کړي.
خو فدرالي زېرمې په تېره میاشت کې د وارش د لومړۍ غونډې پر مهال د سود کچه د ۳.۵ سلنې او ۳.۷۵ سلنې ترمنځ ثابته وساتله.
وارش کانګرېس ته دا هم وویل چې د منځني ختیځ د کړکېچ له امله پر بیو د اغېز تر څرګندېدو وروسته، دوی د بیو د ثبات د بېرته ټینګښت لپاره بشپړ ژمن دي.