تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
ژوندۍ پاڼه, عباس عراقچي: امریکا پر خپلو خبرو نه درېږي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په قرغزستان کې د شانګهاي همکارۍ سازمان هېوادونو په غونډه کې ویلي چې که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د "اسلام اباد هوکړې" لاسلیک باندې یوازې څو اوونۍ اوړي خو امریکا د ایران پر زېربناوو له بریدونو سره ثابته کړې چې دغه هېواد خپلو کړو وعدو ته "ژمن نه دی". په همدې حال کې نن ۱۳ ورځ هم پر ایران د امریکا بریدونو لړۍ روانه وه او نن جمعه سهار شاوخوا پنځه بجې لا هم د ایران له بېلابېلو سیمو د چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه ترلاسه کېدل.
ټرمپ: د اټومي هوکړې لپاره باید سعودي عرب اسرائیل په رسمیت وپېژني
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د امریکا او سعودي عرب ترمنځ هغه هوکړه چې له مخې به یې واشنګټن د سعودي له اټومي انرژۍ پروګرام سره مرسته کوي، په دې شرط پورې تړلې ده چې ریاض باید د اسرائیل دولت په رسمیت وپېژني.
خیبرپښتونخوا او پنجاب کې سېلابونه: د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږ۴۳ کسان مړه شوي
د پاکستان پنجاب او خیبرپښتونخوا کې پېښو ته د رسېدو (د ناورین د مدیریت) ایالتي ادارو د وروستیو باراني څپو او سېلابونو له کبله په رامنځته شویو پېښو کې د اوښتو مالي او ځاني زیانونو جزییات خپاره کړي دي. رپوټونو کې ویل شوي چې په دغو ایالتونو کې د وروستیو سېلابونو له کبله په رامنځته شویو پېښو کې په ټولیز ډول لږترلږه ۴۳ کسان مړه او له ۱۷۷ ډېر نور ژوبل شوي دي.
ولې ایران د هرمز تنګي پر سر دومره لوی خطر مني؟
ایران او امریکا د هرمز د ستراتیژیک تنګي د کنټرول پر سر پرله پسې پر یو بل بریدونه وکړل، داسې ښکاري، چې د ایران مشران اوس له درېیو شونو غوراویو سره مخامخ دي، خو هېڅ یوه لاره د بریا ښکارندویي نه کوي. لومړی غوراوی دا دی، چې ایران د واشنګټن ډېرې غوښتنې ومني؛ یعنې د سوداګریزو بېړیو پر ضد بریدونه ودروي او د هرمز تنګي له لارې د ټولو کښتیو د خوندي او ازاد تګ راتګ تضمین کړي، د لوړې کچې غني شويو یورانیمو زېرمې بندې کړي او یا یې کچه راکمه کړي، او همدارنګه د نړۍ د اټومي څار ادارې پراخو او سختو پلټنو ته غاړه کېږدي.
نورستان کې سېلابونه: ملګري ملتونه وایي، تر دې دمه څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي
ملګري ملتونه وایي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ تر دې دمه د افغانستان په ختیځ کې د سېلابونو له کبله څه باندې "۴۰" کسان مړه شوي دي. تر دې وړاندې د طالبانو حکومت ویلي و چې په نورستان کې د سېلابونو له امله "۲۳" کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت د اړوندو مسوولینو په خبره دغو سېلابونو د ولایت مرکز پارون یې ډېر زیانمن کړی دی.
بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته
په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.
ځانګړي مطالب
د نورستان د سېلابونو ویجاړۍ او قربانیان یې
د نورستان د سېلابونو قربانیان تر ډېره د سیمې خلک، ښځې او سیلانیان دي. ملګري ملتونه وايي د نورستان ولایت په سېلابونو کې څه باندې ۴۰ کسان مړه شوي دي. د طالبانو حکومت بیا دا شمېر ۲۴ تنه ښيي او وايي د لټون او ژغورنې عملیات یې روان دي.
کابل کې د روږدو کسانو پر روغتون د پاکستان برید: "باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي"
د بخښنې نړیوال سازمان ویلي، شاوخوا څلور میاشتې مخکې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې پر «امېد» مرکز د پاکستان هوايي برید له نړیوال بشردوستانه قانون جدي سرغړونه وه. د دغه سازمان په خبره د پاکستان دغه برید باید د احتمالي جنګي جرم په توګه وڅېړل شي. دغه بنسټ په تازه راپور کې ویلي، داسې هېڅ شواهد یې نه دي موندلي چې وښيي دغه مرکز د وسلو او مهماتو د زېرمتون په توګه کارېده. دغه سازمان ټینګار کوي چې په یاد برید کې سلګونه ملکي کسان ووژل شول.
کرېکټ: رحمت شاه د ټېسټ او نړیوالو یو ورځنیو سیالیو لپاره لوبډلمشر وټاکل شو
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته یې رحمت شاه زرمتی لوبډلمشر ټاکلی دی. کرېکټ بورډ وايي، ښاغلی رحمت شاه له نړیوال کرېکټ او لوبډلمشرۍ او ترڅنګ یې د لوبډلې له چاپېریال او جوړښت سره ځانګړې تجربه لري چې له خپلې تجربې به نوموړی ښه ثابت شي او د یوه مجرب لوبډلمشر په توګه به افغانستان ته ځانګړې او سترې بریاوې ورپه برخه کړي.
د ملي لوبډلې له کپتانۍ د حشمتالله شهيدي استعفا؛ د لوبډلمشر په توګه یې څه لاسته راوړنې لرلې؟
حشمتالله شهیدي د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ټېست او یو ورځنیو سیالیو له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه. هغه پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې دا یې شخصي پرېکړې ده. شهیدي څه باندې پنځه کاله مخکې (د ۲۰۲۱ کال می میاشت کې) د اصغر افغان پر ځای د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو لوبډلمشر ټاکل شوی و.
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
د بي بي سي د درس پروګرامونو ټولګه
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , خبرهای نیمه روز, ۱۳:۰۰, ۲۴ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
تازه ترین اخبار از افغانستان، منطقه و جهان
واورئ, غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۴ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۲۳ جولای ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۲۳ جولای ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.