ټرمپ: د روسیې او چین ولسمشرانو راته ویلي و، چې پر ایران به وسلې نه پلوري

ټرمپ

د عکس سرچینه، Getty Images

د خپرېدو وخت
د لوستلو وخت: ۳ دقیقې

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د چين او روسيې ولسمشرانو، شي جين پينګ او ولاديمير پوتين، ډاډ ورکړی چې ايران ته به وسلې نه پلوري.

ټرمپ په خپلې ټولنيزې شبکې ټروت سوشال په يوه پیغام کې ليکلي:

''ولسمشر شي، چې په بېجينګ کې زموږ د وروستۍ ليدنې پر مهال مې ورسره خبرې وکړې، راته وويل چې چين به په هېڅ ډول ايران ته وسلې ور نه کړي او نه به يې وپلوري. دا خبره د چينايي شرکتونو لپاره هم صدق کوي.''

هغه زياته کړې چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين هم ورته ورته ژمنه کړې ده.

ټرمپ وايي:

''هغه پوهېږي چې زه اوکرايین ته وسلې نه پلورم، بلکې د ناټو غړو هېوادونو ته يې پلورم. هغوی د دغو وسلو بشپړ لګښت ورکوي، او زه نه پوهېږم چې وروسته ورسره څه کوي.''

د خپلو خبرو په ادامه کې ښاغلي ټرمپ دې پایلې ته رسېدلی چې:

''هغه دوه اصلي هېوادونه چې خلک یې ډېری وخت د ایران سره د تړاو په اړه یادوي، زما په اند په دې کې ښکېل نه دي. که ښکېل هم وي، نو یقیناً به د دوی په ګټه نه وي.''

بل لور د رویټرز خبري اژانس په يوه ځانګړي راپور کې ويلي چې د فارس خليج په سيمه کې د ايران لخوا د امريکا د مرکزي استخباراتو ادارې (سي ای اې) پر تاسيساتو د ډرون بريدونو له امله د امريکا استخباراتي شنونکو د دې احتمال په اړه څېړنې پيل کړې دي چې ښايي روسيې ايران ته استخباراتي معلومات ورکړي وي.

رویټرز دغه راپور د امريکا د استخباراتي ادارو د څلورو باخبره خو نوم نه اخيستلو سرچينو په حواله خپور کړی دی.

د دغو سرچينو په وينا، امريکايي استخباراتي چارواکي لا تر اوسه دې ته کومې وروستۍ او پرېکنده پایلې ته نه دي رسېدلي چې روسيه په دې بريدونو کې څومره ښکېله وه. خو هغوی د روسيې او ايران ترمنځ د تخنيکي همکاريو او د بريدونو د اغېزمنتيا او ظاهري دقت په پام کې نيولو سره، د مسکو احتمالي مرسته رد نه ګڼي.

له دې وړاندې هم په رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې روسيې ايران ته د سيمې دننه د امريکايي هدفونو د په نښه کولو لپاره استخباراتي معلومات ورکړي دي، او ځينو امريکايي چارواکو هم دې موضوع ته اشاره کړې وه. خو د امريکايي استخباراتي ادارو له خوا د سي ای اې د مرکزونو پر ضد د احتمالي روسي مرستې په اړه څېړنې يوه نوې موضوع ده چې تر دې وړاندې نه وه افشا شوې.

د رویټرز او نورو رسنيو د راپورونو له مخې، لږ تر لږه د سي ای اې دوه مرکزونه د روان کال په مارچ مياشت کې د بريدونو هدف ګرځېدلي دي.

له دې مرکزونو يو د سعودي عربستان په رياض ښار کې د امريکا سفارت دننه د سي ای اې مرکز دی، او بل يې د عراق په ختيځه برخه کې يو استخباراتي مرکز دی.

د رویټرز ځينو سرچينو ويلي چې د سي ای اې نور تاسيسات هم په نښه شوي وو، خو د هغو په اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.