اسماعیل بقايي: ایران له امریکا سره "دمګړۍ هېڅ مذاکرات نه لري"

اسماعیل بقايي: ایران له امریکا سره "دمګړۍ هېڅ مذاکرات نه لري"
د خپرېدو وخت

د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې دمګړۍ له امریکا سره هېڅ ډول مذاکرات نه دي روان او په دې اړه یې خبرونه "اوازې" وبللې.

ده وویل، "په داسې وخت کې چې امریکا د ایران پر ضد په تاوتریخجنو او تېریګرو اقداماتو بوخته ده، زموږ تمرکز له ځانه په دفاع باندې دی. د دې امکان شته چې په سیمه کې د روانو حالاتو په اړه منځګړي موږ ته د امریکايي لوري پیغامونه را ورسوي خو دمګړۍ له امریکايي لوري سره هېڅ ډول مذاکره نه لرو".