BBC News, پښتو - کور پاڼه

مهم خبرونه

  • trump

    ژوندۍ پاڼه, امریکايي رسنۍ: ټرمپ اوس مهال پر ایران د بریدونو د زیاتولو پرېکړه نه ده کړې

    څو امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په اوسني پړاو کې د ایران پر ضد د پوځي بریدونو د پراخولو څخه ډډه کړې ده. د راپورونو له مخې، دا پرېکړه وروسته له هغې وشوه چې امریکايي چارواکو د پاتریوت دفاعي توغندیو د زېرمو د کمېدو او په خلیج کې د امریکا د عربي متحدینو د احتمالي واټن نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. سپینې ماڼۍ تر اوسه دا راپورونه په رسمي ډول نه دي تایید کړي، خو ویلي یې دي چې ټرمپ تل ډیپلوماتیک حل ته لومړیتوب ورکوي.

  • أفراح عبد العزيز الزوبة

    د یمن د بهرنیو چارو لومړنۍ ښځینه وزیره؛ افراح الزوبه څوک ده؟

    د ډاکټرې افراح عبدالعزیز الزوبه د یمن په نړیواله کچه د پېژندل شوي حکومت کې د بهرنیو چارو او د بهر مېشتو هېوادوالو د چارو د وزیرې په توګه ټاکل کېدو پراخ غبرګونونه راوپارول. نوموړې د ۱۹۹۰ کال په یمن کې د جمهوریت له جوړېدو راهیسې لومړنۍ ښځه ده چې دغه مهمه دنده پر غاړه اخلي.

  • A woman with long dark brown hair wearing a blue jacket, a white scarf and a white top. She is standing on a grass sports field.

    "ما له خپل ځانه یو افغان هلک جوړ کړی چې ښوونځي ته ولاړه شم"

    زهرا جویا یوازې پنځه کلنه وه، کله چې یوه لویه دروازه د هغې او د افغانستان د ټولو نجونو پر مخ وتړل شوه. طالبانو په ۱۹۹۶ کال کې واک ترلاسه کړ او نجونې یې له ښوونځي منع کړې. خو د دې پلار چې له هېواده بهر و، مور یې یوه زړوره لاره وموندله: خپله لور یې د یوه کوچني هلک په توګه خلکو ته وروپېژندله.

  • د جنازې لمونځ

    خیبر پښتونخوا کې د پولیسو او پوځیانو پر ګډې پوستې موټر برید

    د خیبر پښتونخوا ټانک سیمې پر 'مانجهي خېل' امنيتي پوسته د وسله والو په یوه بريد کې د ۱۲ پوځيانو په ګډون ۱۵ تنه وژل شوي دي. په وژل شويو کې دوه پوليس سرتېري او د ځنګلونو د ادارې يو کارکوونکی هم شامل دي. د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو ادارې ای اېس پي ار لخوا په یوه خبرپاڼه کې ويل شوي چې ياد بريد د پنجشنبې او جمعې تر منځ شپې مهال شوی. بريدګرو له چاودېدونکو توکو یو ډک موټر د امنيتي پوستې له دېوال سره ټکر کړ، چې د زورورې چاودنې له امله یې د پوستې بنسټيز جوړښت سخت زيانمن شوی.

  • د یوې افغانې ښځې انځو، چې لاس کې یې داسې نیولې دړې باندې لیکلي: افغانستان خوندي نه دی، افغانان بېرته مه استوئ.

    د جرمني د اساسي قانون محکمې د افغانانو د منلو د پروګرام لغوه کول رد کړل

    د جرمني اساسي قانون محکمې پرېکړه کړې، چې هېواد یې نه شي کولای د ټولو افغان کډوالو د بیا مېشتېدو پروګرام په یوار لغوه کړي. محکمې حکم کړی، چې هره دوسیه باید په جلا توګه وڅېړل شي او د هر شخص په اړه باید بېل تصمیم ونیول شي.

لنډې ویډیوګانې پریږدئ او دوام ورکړئ

لنډې ویډیوګانې

  • Rhiya Ahir
  • هند
  • پارون
  • نورستان
  • Kabul
  • floods
  • نورستان
  • Fans
  • برید
  • ټرافي

بي بي سي پښتو اوس پر وټساپ هم شته

په خپل ګرځنډه ټلیفون کې د بي بي سي پښتو تازه خبرونه، څېړنیز رپوټونه او د افغانستان، پاکستان او نورې نړۍ په اړه ځانګړې معلوماتي لیکنې لوستلی شئ.

ځانګړي مطالب

افغانستان لپاره د بي‌بي‌سي ټلوېزیوني خپرونې

بي‌بي‌سي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .

غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟

د وېب‌سایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.

تازه خبرونه واورئ

  • راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۲۶ جولای ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده

    د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه

  • راديويي څپې

    نړۍ دا وخت

    د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

    تر ټولو ډېر لوستل شوي