تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولې ځینې لویان د مور شیدې څښي؟
د مور شیدو ته "د سرو زرو مایع" لقب ورکړل شوی دی. ان ځینې متخصصین دا د '' جادويي ځواک '' سرچینه بولي.
ساینسپوهان وایي، د مور شیدې هغه مغذي مواد او معافیتي انټي باډیانې لري، چې د ماشومانو د ودې او روغتیا لپاره ګټور دي؛ خو ځینې لویان هم د دې شیدو پر احتمالي ''فوق العاده غذایي'' ګټو حساب کوي.
جېمسن رایټنر، ۳۹ کلن او د درېیو ماشومانو پلار دی.
ملګره یې د یو وړوکي ماشین یا پمپ په مرسته خپلې شیدې ایستلې او ماشومانو ته یې ورکولې خو جېمسن د لومړي ځل لپاره هغه مهال د مور د شیدو خوند وڅاکه چې د ده د ژوند ملګرې د خپل ماشوم د اړتیا څخه زیاتې شیدې لرلې او د ماشین په مرسته یې چوشک کې ایستلې.
هغه بي بي سي ته وویل:
''که څه هم زما ملګرې دا کار لږ عجیب باله، خو ما دا شیدې له میلکشېک (جوس ته ورته څښاک) سره ګډې کړې.''
جېمسن وروسته له هغې د مور د شیدو د ګټو په اړه لېوالتیا پیدا کړه، چې په یوټیوب کې یې د یوه بدن جوړوونکي ویډیو ولیدله.
په هغه ویډیو کې د مور د شیدو د څښلو د اغېزو په اړه خبرې شوې وې.
جېمسن وایي:
''هغه ډېر غښتلی و او ستر بدن یې درلود.''
هغه موده کې چې د جېمسن ماشوم د مور شیدې څښلې، ده هم د هغو شیدو څښل عادت وګرځول.
هغه هره ورځ شاوخوا ۲۵۰ میلیلیتره د مور شیدې څښل.
هغه بي بي سي ته وویل:
''زما په اند، هغه مهال زه د خپل ټول ژوند تر ټولو ښه بدني حالت کې وم. ''
''بې له شکه، د مور د شیدو څښل زما له بدن سره مرسته وکړه، چې لا زیات عضلات جوړ کړم. زما وزن کم شو، خو د اتو اونیو په موده کې زما د عضلاتو حجم نږدې پنځه سلنه زیات شوی و. ''
جېمسن وایي، په هغه موده کې، چې د مور شیدې یې د خوړو د رژیم برخه وه، دی هېڅ ناروغ شوی نه و.
هغه زیاتوي:
''ما غوښتل لکه ماشوم وده وکړم او د هغوی په څېر ارام خوب وکړم. له همدې امله مې پرېکړه وکړه، چې د ماشومانو په شان تغذیه هم وکړم. ما ښه احساس درلود او ظاهراً هم ښه ښکارېدم.''
د مور د شیدو انلاین پېرودل خطرناک کېدای شي
ساینسپوهان وایي، تر اوسه داسې هېڅ علمي شواهد نه شته، چې وښيي د مور شیدې د لویانو لپاره روغتیایي ګټې لري.
خو ځینې مخکښ متخصصین باور لري، چې ښایي دا شیدې ځینې ګټې ولري او د هغو کسانو شخصي تجربو ته اشاره کوي، چې کارولي دي.
د کالیفورنیا ایالت د سان ډیاګو پوهنتون د انسان د شیدو د انسټیټیوټ مشر او بنسټ اېښودونکی، ډاکټر لارس بوډ، وایي:
''د انسان شیدې په زیاته اندازه پروټین لري، چې د ماشومانو د عضلاتو په چټکه وده کې مرسته کوي او همدا هغه څه دي، چې ځینې لویان یې کوم چې غواړي عضلات جوړ کړي، په لټه کې دي."
هغه زیاته کړه:
''د بدن جوړوونکي خپل بدنونه ښه پېژني، نو ښایي د دې کار تر شا رښتیا هم یو منطقي دلیل موجود وي، خو تر اوسه دا موضوع په علمي توګه نه ده ثابته شوې. ''
خو ډاکټر لارس بوډ اوس مهال د احتیاط سپارښتنه کوي، ځکه د مور شیدې ډېری وخت په انلاین بڼه لکه فېسبوک یا نورو خواله رسنیو کې له نامعتبرو سرچینو څخه پېرودل کېږي.
هغه خبرداری ورکوي:
''دې شیدو باندې هېڅ ډول لابراتواري ازموینه نه ده شوې او د روغتیا لپاره جدي خطرونه پیدا کولای شي. کېدای شي د اېچ ای في HIV، هپاتیت او نورو ساري ناروغیو لېږدوونکې وي. ''
د مور د شیدو کیفیت هم د شیدې ورکوونکې مور د خوړو، روغتیایي وضعیت او عمومي سلامتیا پورې تړاو لري، او کېدای شي د بېلابېلو انتاني ناروغیو لېږدوونکې وي.
ډېری ښځې خپلې اضافي شیدې په داسې حالاتو کې راټولوي، چې نه کنټرول شوي وي او نه هم بشپړ تعقیم (استریل) وي؛ له همدې امله دا شیدې په اسانۍ سره ککړېدای شي.
په ۲۰۱۵ کال کې د امریکا د نېشنوایډ د ماشومانو روغتون د یوې څېړنې له مخې، د مور د شیدو له ۱۰۱ هغو نمونو څخه، چې د انلاین بازارونو له لارې پېرودل شوې وې، ۷۵ سلنه یې د ناروغۍ رامنځته کوونکي زیانمن میکروبونه لرل، او نږدې ۱۰ سلنه نمونې د غوا له شیدو یا مصنوعي وچو شیدو سره ګډې شوې وې.
وروسته له هغې چې جېمسن د خپل ژوند له ملګرې مېلیسا جلا شو او نور یې په یخچال کې د مور زېرمه شویو شیدو ته لاسرسی نه درلود، پرېکړه یې وکړه، چې د مور شیدې په انلاین بڼه وپېري.
هغه وایي، د شیدو د احتمالي ککړتیا له خطرونو څخه بېخبره و.
جېمسن وویل:
''ما دا شیدې له یوه ناپېژانده کس څخه په انټرنېټ کې واخیستې. په فېسبوک کې مې د هغه په اړه لږ معلومات ولټول؛ عادي انسان راته ښکاره شو، نو پرېکړه مې وکړه، چې دا خطر ومنم. ''
د علمي شواهدو نشتوالی د هغه لپاره چندان اهمیت نه درلود، ځکه د هغه په وینا، خپله شخصي تجربه یې ډېره مثبته وه.
خو هغه څه، چې ورته چندان د منلو نه وو، د خلکو منفي نظرونه او ټولنیز بدنامي وه.
هغه وایي:
''ډېرو خلکو ماته په شک او حیرانتیا کتل، ځکه د ډېرو خلکو ذهن کې همدا دي چې شیدې یوازې د ماشومانو لپاره دي. خو په حقیقت کې دا کار هغومره عجیب نه دی لکه څنګه چې یې خلک تصور کوي.''
پر زیانمنونکو ماشومانو یې اغېز
ډاکټره مېګن ازاد، چې د ماشومانو پر روغتیا د مور د شیدو د رول په اړه څېړنې کوي، وایي:
''زه لویانو ته د مور د شیدو د څښلو سپارښتنه نه کوم. زما په اند، ښایي دا کار هغوی ته زیان ونه رسوي، خو امکان لري هغو ماشومانو ته زیان واړوي، چې رښتیا هم د مور شیدو ته اړتیا لري، لکه له وخته مخکې زېږېدلي ماشومان، چې ښایي د مور شیدو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخامخ وي. ''
ډاکټر لارس بوډ هم په دې باور دی، چې د مور اضافي شیدې باید اړمنو ماشومانو ته ډالۍ شي، نه دا چې د مالي ګټې لپاره وپلورل شي.
هغه وایي:
''موږ دومره د مور شیدې نه لرو، چې ټولو اړمنو ماشومانو ته یې ورسوو.د مور شیدې داسې ځانګړتیاوې لري، چې د وخت څخه مخکې زېږېدلو ماشومانو د ځینو ناروغیو په درملنه کې مرسته کوي، او ان د هغوی د ژوند ژغورلو لامل هم کېدای شي. ''
ډاکټره ازاد خبرداری ورکوي، هغه میندې چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخې دي، که احساس وکړي چې د بدن جوړوونکو ته د خپلو شیدو په پلورلو عاید ترلاسه کولای شي، نو ښایي د لویانو لپاره د مور د شیدو د پېر او پلور دغه له خطر ډک بازار لا پراخ کړي.
خو جېمسن وایي، چې په دې اړه د ګناه احساس نه کوي.
هغه وایي:
''ځینې خلک پر ما تور لګوي، چې ګواکې ما ماشومان وږې کړي دي، خو داسې نه ده، چې زه د روغتون مخې ته ودرېږم او له میندو وغواړم، چې خپلې ټولې شیدې ماته راکړئ''!
هغه زیاتوي، چې تر اوسه له سلو څخه زیاتو ښځو ورسره اړیکه نیولې، چې خپلې اضافي شیدې پرې وپلوري.
د روغتیا لپاره احتمالي ګټې
د انسان شیدې لا هم د علمي څېړنو په ډګر کې نسبتاً ناپېژندل شوی موضوع بلل کېږي.
ډاکټره ازاد وایي:
''د اوږدې مودې لپاره د څېړنو تمویلونکو بنسټونو د مور شیدو ته چندان پام نه کاوه، ځکه یې دا موضوع دومره د ارزښت وړ نه ګڼله او یوازې د ښځو اړوند مسئله بلله. دا چلند د نارینهمحور فکر پایله وه. ''
هغې وویل چې اوس دا لیدلوری ورو ورو بدلېږي.
سره له دې، چې د لویانو له خوا د مور د شیدو څښل خپل خطرونه لري، د دغو شیدو ځینې مرکبات اوس د ځینو ناروغیو د احتمالي درملنې لپاره تر څېړنې لاندې دي؛ په دغو ناروغیو کې د بندونو التهاب، د زړه ناروغۍ، سرطان او د تحرک منونکي کولمو سنډروم (Irritable Bowel Syndrome) شامل دي.
ډاکټر ازاد وایي، د مور په شیدو کې یو ډول ترکیب د الیګوساکارید په نوم دي، په دې کې فایبر پري بیوتک دي.
دغه کیمیاوي مواد د انسان په بدن کې نه هضم کېږي خو د کولمو ګټورې باکتریاوې له دغو کیمیاوي ترکیبونو څخه تغذیه کوي.
داکټر ازاد په خبره اوس په دې څېړنې روانې دي چې د مور شیدې واقعا د ځینو ناروغیو په ځانګړې توګه د کولمو اړوند د ناروغیو په درملنه کې مرسته کوي او که نه.
په ۲۰۲۱ کال کې پر موږګانو یوه څېړنه شوې وه او هلته موندل شوي و چې د ایچ او ام په نوم یو ډول کیمیاوي ترکیب چې د مور د شیدو په مرسته تولید کېږي، د زړه د رګونو په ازادولو کې مرسته کولای شي.
ځینې په دې باور دي چې د انسان په شیدو کې ځینې داسې کیمیاوي ترکیبونه شته چې شاید نورو ته ګټور تمام شي.
که څه کله نا کله لویانو ته د مور د شیدو د ګټو په اړه خبرې کېږي خو تر دې دمه داسې سل په سله روغتیایي څېړنه نه ده شوې او نه هم دا خبره ثابته شوې ده.