ناویات واده: له غبرګونو خویندو سره د غبرګونو وروڼو ډله‌ییز واده

    • Author, ماکوچي اوکافور
    • رپوټ له:, لاګوس
  • د خپرېدو وخت
  • د لوستلو وخت: ۴ دقیقې

کله چې مېلمانه د نایجېریا د سوېل لوېدیځ ښار ایبادان په یوه کلیسا کې د دې اونۍ پای کې راټول شول، دوی پوهېدل چې د یوې غیر معمول پېښې شاهدان دي.

غبرګوني وروڼه تایوو او کېهېنده اوګونتویې له غبرګو خویندو تایوو او کېهېنده اډېدیران سره له خوښیو ډکو ګډو مراسمو کې واده وکړ.

د یوروبا قوم، چې د نایجېریا په سوېل لوېدیځ کې اکثریت جوړوي، د غبرګونو ماشومانو د زیږون د لوړې کچې له امله مشهور دي؛ خو دا هره ورځ نه پېښېږي چې دوه جوړې غبرګوني کسان له یو بل سره واده وکړي.

تایوو اوګونتویې د خپل واده په ورځ بي‌بي‌سي یوروبا ته وویل:

"موږ ډېر غبرګوني کسان پېژنو، خو دا واده داسې ښکاري چې خدای برابر کړی وي. موږ تل دا هیله درلوده چې له غبرګو کسانو سره واده وکړو."

هغه زیاته کړه: "د خدای په فضل، موږ دعا کوو چې زموږ لومړي او دویم ماشومان هم غبرګوني شي. دا زموږ د زړه هیله ده."

په یوروبا کلتور کې غبرګوني ماشومان یو نعمت ګڼل کېږي او د هغوی نومونه له مخکې ټاکل شوي وي. مشر غبرګونی ته تایوو ویل کېږي، چې مانا یې ده: "هغه څوک چې نړۍ ازمويي"؛ او کشر غبرګوني ته کېهېنده ویل کېږي، چې مانا یې ده: "هغه څوک چې وروسته راغلی دی."

د اوګونتویې او اډېدیران د مینې کیسه شاوخوا لس کاله مخکې هغه مهال پیل شوه، کله چې دغو څلورو واړو د ایبادان پوهنتون کې زدکړې کولې.

یوې ښوونکې د اوګونتویې وروڼو ته وویل چې هغه دوه غبرګونې خویندې پېژني چې باید ورسره وویني. همدې خبرې د هغوی لېوالتیا پیدا کړه.

تایوو اوګونتویې وویل: "داسې نه وه چې موږ مخکې هېڅکله له نورو غبرګو خویندو سره نه وو مخ شوي. موږ له ځینو سره اړیکې هم لرلې، خو کله کله به هغه اړیکې بریالۍ نه شوې."

په پیل کې د اډېدیران غبرګو خویندو له دې وړاندیز سره موافقه ونه کړه او د ښوونکې ټیلیفونونو ته یې ځواب ورنه کړ. خو وروسته بالاخره د لیدنې وخت برابر شو.

تایوو اوګونتویې، چې اوس د څلوېښتو کلونو په لومړیو کې دی وايي:

"بالاخره موږ د هغوی لیدو ته ورغلو، خبرې مو وکړې، خو هغوی هغه مهال د اړیکې جوړولو لېوالتیا نه لرله."

پر ځای یې، دغه څلور واړه ملګري شول. خو ژوند هغوی په بېلابېلو لارو روان کړل.

خویندو، چې په ایبادان کې یې د ماسټرۍ زدکړې کولې، د خپلو زدکړو د دوام لپاره بهرنیو هېوادونو ته سفر وکړ، په داسې حال کې چې وروڼو هم سفرونه وکړل او په څو هېوادونو کې یې کار وکړ، چې پکې متحده ایالات او سوېلي افریقا هم شامل وو.

کلونه تېر شول، تر هغه چې وروڼو بېرته اړیکه ټینګه کړه.

د وخت په تېرېدو، له دې چې په پیل کې یو څه شکونه موجود وو، خو د دوی اړیکه ورو ورو پیاوړې او له انکار څخه ووتلې.

د دواړو جوړو کورنۍ له دې اړیکو ډېرې خوشحاله وې. تایوو اوګونتویې وايي، له خپلې خسرګنۍ سره یې له لومړۍ ورځې ژوره مینه او نژدېوالی پیدا کړ.

هغه وویل: "هر څوک ډېر خوشحاله وو چې موږ یې ولیدلو، داسې احساس مو کاوه لکه ټول عمر مو چې یو بل پېژندلي وي. موږ سره داسې چلن وشو لکه د خپل پلار په کور کې زامن چې یو."

ویاړلي مور او پلار په ځانګړي انداز د واده مراسمو ته حاضر شول، او دواړو جوړو خپلې جامې همرنګې کړې وې.

په مراسمو کې یو څو نورې جوړې غبرګوني کسان هم حاضر وو، چې ښايي دا خبره د حیرانتیا وړ نه وي. د اوګونتویې غبرګونو په نوم پېژندل کېدونکي وروڼه په فعاله توګه له کلتوري او سیاحتي نوښتونو سره همکاري کوي.

د اوګونتویې وروڼه، ځکه چې وراثتي غبرګوني (fraternal twins) دي، یو له بل سره ځینې ظاهري توپیرونه لري؛ خو د دوی مېرمنې بیا یو شان څېرې لري.

کېهېنده اوګونتویې وویل: "زموږ مېرمنې دومره سره ورته دي چې ان د هغوی د کورنۍ غړي هم کله کله پرې تېروځي. خو موږ یې نه سره ګډوو، موږ خپلې مېرمنې ډېرې ښې پېژنو."

وروڼه وایي چې د شخصیت له پلوه هم له خپلو مېرمنو سره ورته والی لري. دوی خپل ځانونه منځني ټولنیز شخصیتونه (ambiverts) بولي؛ یعنې کله نکله ارام او کم‌خبري وي او کله بیا د حالت له مخې ډېر ټولنیز او خبرې کوونکي وي.

سره له دې چې دوی ډېر نژدې دي، خو واده شوې جوړې به یو ځای ژوند نه کوي، تایوو اوګونتویې روښانه کړه.

هغه وویل: "موږ د دې لپاره خپله ځانګړې طرحه لرو؛ په وخت سره به خلک پرې پوه شي."

تر اوسه نوي واده شوي کسان د خپلې مینې د کیسې له نوي پړاوه خوند اخلي. دا کیسه له یوې نژدې او کابو بشپړې لیدنې پیل شوه، بیا کلونه وځنډېده او بالاخره داسې غوړېدلې چې په سیمه کې یې د دوو ډېرو خبرو وړ واده شویو جوړو د رامنځته کېدو لامل شوه.

اضافي راپور: جان الابي، د بي‌بي‌سي یوروبا څانګه.