وروستی, د ایران پر "۱۷۰" هدفونو د امریکا د بریدونو ډرون ويډيو
د امریکا پوځ د ډرون په مرسته ثبت شوې هغه ویډيو خپره کړې چې وايي، په تېرو دوو شپو کې یې په ایران کې ۱۷۰ هدفونه په نښه کړي دي. دا په تېرو ۴۸ ساعتونو کې پر ایران د امریکا د بریدونو دویمه څپه یا پړاو دی.
په لومړي هغه کې سېنټکام یا د امریکا مرکزي قومندانۍ د ۹۰ هدفونو د ویشتو خبره کړې وه او اوس د امریکا پوځ وايي چې د بریدونو په دواړو څپو کې یې ټولټال ۱۷۰ هدفونه ویشتي دي.تېره سېشنبه د ایران پوځ وویل چې د هرمز تنګي ساحل ته څېرمه یې د امریکا په بریدونو کې اته سرتېري وژل شوي دي.
په ورته حال کې بیا د ایران پوځ ویلي چې د ډرونونو پر مټ یې په کوېت، قطر او بحرین کې د امریکا پوځي مرکزونه په نښه کړي دي. سپاه پاسداران ویلي چې دا بریدونه "لږ مخکې شوي" او د ایران پوځ له لوري "په سيمه کې د امریکا پر اډو د بریدونو په دوام" شوي دي.







