ژوندۍ پاڼه, عباس عراقچي: امریکا پر خپلو خبرو نه درېږي

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په قرغزستان کې د شانګهاي همکارۍ سازمان هېوادونو په غونډه کې ویلي چې که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د "اسلام اباد هوکړې" لاسلیک باندې یوازې څو اوونۍ اوړي خو امریکا د ایران پر زېربناوو له بریدونو سره ثابته کړې چې دغه هېواد خپلو کړو وعدو ته "ژمن نه دی". په همدې حال کې نن ۱۳ ورځ هم پر ایران د امریکا بریدونو لړۍ روانه وه او نن جمعه سهار شاوخوا پنځه بجې لا هم د ایران له بېلابېلو سیمو د چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه ترلاسه کېدل.

لنډیز

  • د پاکستان حکومت د تېلو بیې بیا لوړې کړې؛ "د پيټرولو لیټر له ۳۳۱ او د ډيزلو له ۳۷۸ اوښتی"
  • عباس عراقچي: امریکا خپلو خبرو ته "ژمنه نه پاتې کېږي"
  • ایران په بحرین او اردن کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی
  • د خامو تېلو بیه ۱۰۰ ډالرو نه واوښته
  • ټرمپ‌ ته د عراقچي غبرګون: د نورو شتمني ضبطول که عادت وګرځي نو د هېچا به هم خوندي پاتې نه شي
  • د امریکا څارګرې ادارې د یوه مامور دنده د جې ډي وینس د امنیتي معلوماتو افشا کولو په تور وځنډول شوه

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, د پاکستان حکومت د تېلو بیې بیا لوړې کړې؛ "د پيټرولو لیټر له ۳۳۱ او د ډيزلو له ۳۷۸ کلدارو اوښتی"

    تېل

    د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES

    په داسې حال کې چې د امریکا او ایران ترمنځ د روان تاوتریخوالي له امله په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې ختلې دي، د پاکستان د تېلو او ګازو تنظیموونکې ادارې (اوګرا) هم په دغه هېواد کې د پيټرولو او ډيزلو قیمتونه لوړ کړي دي.

    د بي‌بي‌سي اردو د خبر له مخې، دې ادارې د پيټرولو یو لیټر شاوخوا څلور نیمې کلدارې او د ډيزلو لیټر درې روپۍ او ۶۲ پیسې لوړ کړی دی.‌ په دې توګه اوس د پاکستان په بازارونو کې یو لیټر پيټرول په ۳۳۱ روپۍ او ۵۲ پیسې او ډيزل په ۳۷۸ کلدارې او ۶۶ پیسې خرڅېږي.

    له تېرې دوشنبې راهیسې د پاکستان حکومت د پيټرولیم محصولاتو بیې په پرله‌پسې ډول زیاتې کړې دي. په دې موده کې د ډيزلو بیه ۵۰ کلدارې او د پيټرولو شاوخوا ۱۶ روپۍ ختلې ده.

    د ایران او امریکا جګړې له پیل راهیسې د تېلو په برخه کې پاکستان له اقتصادي فشار سره مخامخ دی او حکومت وخت ناوخت هلته د تېلو بیې لوړوي. څه موده مخکې یې د پيټرولو او ډيزلو قیمتونه بېرته یو څه راکم کړل خو خلکو نیوکه کوله چې هغومره یې کم نه کړل چې څومره یې لوړ کړي وو.

    نن په نړیوال بازار کې د تېلو د یوه بېرل/بېلر بیه له ۱۰۰ ډالرو واوښته.

    د بي‌بي‌سي فارسي د خبر له مخې، د برېنټ نارت خامو تېلو د یوه بېرل بیه نن جمعه سهار په اسیايي بازارونو کې ۱۰۱ ډالرو ته ورسېده. په همدې حال کې د ابوظبۍ د مربان تېلو قیمت هم د جمعې په سهار ۱۰۷ اعشاره ۲۰ ډالرو ته ختلی.

  2. وروستی, عباس عراقچي: امریکا خپلو خبرو ته "ژمنه نه پاتې کېږي"

    عراقچي

    د عکس سرچینه، ISNA

    د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په قرغزستان کې د شانګهاي همکارۍ سازمان هېوادونو په غونډه کې ویلي چې که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د "اسلام اباد هوکړې" لاسلیک باندې یوازې څو اوونۍ اوړي خو امریکا د ایران پر زېربناوو له بریدونو سره ثابته کړې چې دغه هېواد خپلو کړو وعدو ته "ژمن نه دی".

    ښاغلي عراقچي ویلي، "د هرمز تنګي د امنیت او نظم په بهیر کې د امریکا مستقیمې لاس‌وهنې او د سمندري کلابندۍ بیا لګولو یو ځل بیا د نړۍ د یوې ډېرې مهمې ستراتيژيکې سمندري لارې امنیت له خطر سره مخ کړی او پر دغه مسیر د نړیوال سوداګریز بهیر عادي چلښت یې ګډوډ کړی دی".

    د دې غونډې په یوه بله برخه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې پر دغه هېواد بریدونو کې "هر ډول ګډون به ښکېل اړخ له نړیوال مسؤلیت" سره مخامخ کړي او ټينګار یې کړی چې په داسې حال کې ایران له ځانه "د قانوني دفاع حق" لري او "د هر ډول تېري پر وړاندې به [ښکېل اړخ] د وسله‌والو ځواکونو مشروع هدف وي".

    د ایران او امریکا د جګړې له پیل راهیسې ایران په منځني ختیځ کې د سعودي عربستان، قطر، اردن او کویت په ګډون پر ځينو هېوادونو بریدونو ته دوام ورکړی او ادعا کوي‌ چې ګواکې هلته امریکايۍ موخې په نښه کوي.

  3. وروستی, اربیل هوايي ډګر ته څېرمه څو چاودنې شوې دي

    د فرانسې خبري اژانس د عراق په کردستان سیمه کې اربیل هوايي اډې ته څېرمه د څو چاودونو خبر ورکړی دی. په دې اډه کې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو مېشت دي.

    د دغه اژانس د خبریال په وینا، د دافع هوا سیسټمونو په فعالېدو سره هلته د چاودونه غږونه اورېدل شوي او په وینا یې، د ښار پر سر ډرونونه لیدل شوي او هوايي ډګر ته له څېرمه سیمې لوګي پورته کېږي.

    په منځني ختیځ کې د جګړې د نوي پړاو له پیل راهیسې اربیل هوايي اډې ته څېرمه په پرله‌پسې ډول د ډرون بریدونو مخه نیول شوې. په دغه ښار کې د امریکا د کونسلي چارو لوی مرکز هم شته.

  4. وروستی, ایران په بحرین او اردن کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی

    ایران

    د عکس سرچینه، NURPHOTO VIA GETTY IMAGES

    د ایران پوځ ویلي چې د امریکا د وروستیو بریدونو په ځواب کې یې په بحرین او اردن کې د دغه هېواد ګڼ پوځي مرکزونه او اډې په ډرون بریدونو سره په نښه کړې دي.

    په یوه خبرپاڼه کې یې ویلې، "نن [جمعه] سهار په بحرین کې د امریکا د تېلو ټانکونه، د تجهیزاتو ګودامونه او سېلو او په عیسی هوايي اډه کې د امریکايي پوځي ځواکونو مرکزونه د ځان‌چوونکو ډرونونو له بریدونو سره په نښه شوي دي".

    په بحرین کې د اې‌اېف‌پي خبري اژانس خبریال هم د جمعې په سهار هلته د چاودنو او د خطر زنګ د کړنګېدو خبر ورکړی و.

    د ایران پوځ همدراز ادعا کړې چې په اردن کې یې هم په الازرق هوايي اډه کې "د الوتکو د ساتنې ځایونه" په ډرونونو سره په نښه کړي دي.

    اردن په تېرو څو ساعتونو کې د داسې کوم برید خبر لا نه دی ورکړی.

  5. وروستی, د خامو تېلو بیه ۱۰۰ ډالرو نه واوښته

    د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې او د بریدونو پرله‌پسې تبادلې سره یو ځل بیا په نړیوالو بازارونو کې د تېلو بیې ختلې دي. تازه یې د یوه بېرل/بېلر له سلو ډالرو پورته شوې ده.

    د بي‌بي‌سي فارسي د خبر له مخې، د برېنټ نارت خامو تېلو د یوه بېرل/بېلر بیه نن جمعه سهار په اسیايي بازارونو کې ۱۰۱ ډالرو ته ورسېده. په همدې حال کې د ابوظبۍ د مربان تېلو قیمت هم د جمعې په سهار ۱۰۷ اعشاره ۲۰ ډالرو ته ختلی.

    تېل

    د عکس سرچینه، Getty Images

  6. وروستی, ټرمپ‌ ته د عراقچي غبرګون: د نورو شتمني ضبطول که عادت وګرځي نو د هېچا به هم خوندي پاتې نه شي

    عراقچي

    د عکس سرچینه، Iraqchi

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په ځواب کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، "د دې لپاره د یوه هېواد شتمني ضبطول چې باید احتمالي او بې‌ځایه غوښتنې یې ومني، یو خطرناک مثال رامنځ‌ته کوي".

    د ښاغلي‌ عراقچي دا څرګندونې د ډونلډ ټرمپ هغو خبرو ته غبرګون دی چې پرون پنجشنبه ماښام یې پر خواله رسنۍ لیکلې دي. هغه ویلي، "له دې وروسته چې هرې کښتۍ، بار او یا په هغوی پورې تړلي بل هر څه ته کوم زیان ورسېږي نو تاوان به یې د ایران له هغو شتمنیو واخیستل شي چې د امریکا په کنټرول کې دي".

    عراقچي یې د دې څرګندونو په ځواب کې ویلي، "هغه کسان چې له داسې سرچینو ګټه اخلي، باید په یاد ولري چې کله حکومتونه د نورو خلکو شتمنۍ ضبطوي او دا یو عادي عمل [خپل عادت] ګرځوي نو نور به هېڅ ځای د چا شتمني خوندي پاتې نه شي".

  7. د امریکا څارګرې ادارې د یوه مامور دنده د جې ډي وینس د امنیتي معلوماتو افشا کولو په تور وځنډول شوه

    وینس

    د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

    د امریکا د څارګرو خدماتو ادارې اعلان کړی چې د امریکا د مرستیال ولسمشر جې ډي وینس د امنیتي ټیم یو غړي دنده د حساسو معلوماتو افشا کولو په تور ځنډول شوې او تر څېړنې لاندې دی.

    تر اوسه د هغو معلوماتو جزیات نه دي خپاره شوي چې ویل کېږي افشا شوي دي. خو د امریکا د پټو خدماتو ویاند انتوني ګوګلیمي وايي، یاد مامور ښايي د جنايي تحقیقاتو سره هم مخ شي. دغه تحقیقات د عملیاتو د امنیت او د محرمو معلوماتو د خوندیتوب د احتمالي زیانمنولو په تړاو ترسره کېږي.

    ګوګلیمي زیاته کړې:

    "هر هغه چلند چې تر ساتنې د لاندې شخص امنیت له خطر سره مخ کړي، هېڅ د منلو وړ نه دی."

    سپینې ماڼۍ د روانو پلټنو په اړه له تبصرې کولو ډډه کړې ده.

    خو د ایم اېس نوو شبکې تېره اوونۍ د باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی و چې د جې ډي وینس د امنیتي ټیم ځینې غړي د هغه د کورنۍ د سفرونو له تنظیم او ترتیباتو څخه ناخوښ وو. د سي این این د راپور له مخې، د یاد مامور د دندې ځنډول کېدل له همدې راپور سره تړاو لري.

    د ایم اېس نوو د راپور له مخې، ځینو امنیتي مامورانو په خپلو داخلي خبرو کې د جې ډي وینس د کورنۍ د سفرونو د ځینو پلانونو په اړه نیوکې کړې وې. په دغو مواردو کې د مرستیال ولسمشر د کم عمره زوی د ګالف تمرین ته د لېږد لپاره د پوځي چورلکې کارول او دغه راز د واشنګټن ډي سي په سیمه کې د کور د لټون لپاره د کورنۍ سفرونه شامل وو.

    بي بي سي تر اوسه نه ده توانېدلې چې په خپلواکه توګه د دغو راپورونو کره والی تایید کړي.

  8. اتو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې مسجدالاقصی ته د سخت دریځي اسرائیلي وزیر ننوتل وغندل شول, بیانیه اعتراضی کشورهای عربی به ورود وزیر تندرو اسرائیل و شهرک‌نشینان به محوطه مسجدالاقصی

    مسجد الاقصی

    د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock

    د اتو عربي او اسلامي هېوادونو ګډه اعلامیه کې مسجدالاقصی ته د اسرائیلي وزیر او مېشتو یهودانو ننوتل وغندل شول.

    د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، اردن، مصر، قطر، ترکیې، پاکستان او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتمار بنګویر او د اسرائیلي مېشتو یهودانو لخوا مسجدالاقصی ته ننوتل په کلکه غندلي دي.

    په دې اعلامیه کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې دغه اقدام د مسجدالاقصی د تاریخي او حقوقي وضعیت ښکاره سرغړونه ده او یو نه منونکې پاروونکې کړنه بلل کېږي چې کولی شي په سیمه کې تاوتریخوالی لا زیات کړي.

    دغه اتو هېوادونو پر لاندې ټکو هم ټینګار کړی دی:

    په بیت المقدس کې د اسلامي او مسیحي مقدسو ځایونو پر سر د اردن د سرپرستۍ او ولایت درناوی باید وشي.

    د مسجدالاقصی د تاریخي او حقوقي وضعیت د بدلون هر ډول هڅې باید رد شي.

    هغه پاروونکې او یو اړخیزې کړنې باید ودرول شي چې د سیمې امنیت او ثبات له خطر سره مخ کوي.

    د بیت المقدس په اړه باید د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو درناوی وشي.

    دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې ایتمار بنګویر د سلګونو اسرائیلي مېشتو یهودانو په ملتیا د مسجدالاقصی انګړ ته ننوت. دغه اقدام د فلسطینیانو، اردن او د یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو له پراخو غبرګونونو او غندنو سره مخ شوی دی.

  9. د ایران عامې روغتیا وزارت: د امریکا د نویو بریدونو له امله ۵۵ کسان وژل شوي او ۶۲۹ نور ټپیان دي

    د ایران د روغتیا وزارت د اطلاعاتو مرکز مشر حسین کرمانپور د پنجشنبې په ورځ د تېرو درېیو اوونیو په اوږدو کې د امریکايي بریدونو وروستۍ بشري مرګژوبله اعلان کړه.

    هغه وویل:

    "د چنګاښ له ۶مې نېټې د امریکا د هوايي بریدونو له پیله د زمري تر لومړۍ نېټې د سهار تر ۹ بجو پورې، ۶۲۹ کسان ټپیان او ۵۵ کسان وژل شوي دي."

    د نوموړي په وینا، د ټپیانو په ډله کې ۴۶ ښځې او ۲۴ ماشومان او تر ۱۸ کلونو کم عمره ځوانان شامل دي. دغه راز، وژل شویو کسانو کې ۶ ښځې او ۳ ماشومان او کم عمره ځوانان هم شامل دي.

    هغه زیاته کړه چې تر اوسه ۵۲ جراحي عملیات ترسره شوي او ۳۶ کسان لا هم په روغتونونو کې بستري دي.

    د امریکا د بریدونو نوی پړاو، چې د جمعې په سهار پرلپسې دیارلسمې شپې ته رسېدلی، تر ډېره د دواړو خواوو ترمنځ د هرمز تنګي د مدیریت او کنټرول پر سر د شخړې له امله رامنځته شوی دی.

    له همدې امله د امریکا د بریدونو ډېره برخه د ایران په سویلي ساحلي سیمو متمرکزه شوې ده او د دې بریدونو تر ټولو ډېر زیان د ایران د سویلي ولایتونو ملکي اوسېدونکو ته اوښتی دی.

  10. د ایران هغه ښارونه او سیمې چې د جمعې په سهار د چاودنو او هوايي بریدونو شاهدان وو

    د تهران په وخت د سهار شاوخوا ۵ بجې لا هم د ایران له بېلابېلو سیمو د چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه ترلاسه کېدل. تر اوسه هغه ښارونه او سیمې چې د جمعې د سهار (د زمري ۲مه) د بریدونو تر اغېز لاندې راغلي، بندرعباس، اهواز، امیدی، جاسک، قشم او اندیمشک سویلي ښارونه او دغه راز د ایران په لوېدیځ کې د خرم‌ اباد، خنداب، بروجرد، فیروزاباد، تفت او نایین ښارونه دي. دغه راز د ختیځ تهران له بېلابېلو سیمو هم د هوايي مدافعتي سیسټمونو د فعالېدو ګڼ راپورونه هم ورکړل شوي دي.

  11. وروستی, د ایران په سویلي ښارونو او ټاپوګانو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي

    په داسې حال کې چې د امریکا لخوا پر ایران د هوايي بریدونو د نوي پړاو د پیل اعلان شوی، د فارس خلیج له بېلابېلو ساحلي سیمو د ګڼو چاودنو راپورونه ترلاسه شوي دي.

    له هغه وروسته چې د اهواز ښار د څو چاودنو او د قشم ټاپو په مسن کلي کې د توغندیز برید لومړني راپورونه خپاره شول، اوس د اندیمشک، بندرعباس، د امیدیې شاوخوا سیمو او د قشم ټاپو له سویلي ساحلونو هم د امریکا د احتمالي هوايي بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.

    دغه راز، هغه انځورونه او ویډیوګانې چې ویل کېږي د دغو بریدونو او د قشم سیمې په فضا کې د یوې الوتونکې وسیلې د راغورځېدو صحنې ښيي، په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې دي.

    خو بي بي سي تر اوسه په خپلواکه توګه نه دي توانېدلي د دغو انځورونو او راپورونو کره والی تائید یا رد کړي.

  12. وروستی, په اهواز ښار کې د ګڼو چاودنو د غږونو راپورونه

    د ایران اهواز ښار اوسېدونکي وايي، د ښار په شاوخوا او نږدې سیمو کې یې د څو چاودنو غږونه اورېدلي دي.

    د ایران کورنیو خبري اژانسونو هم د دې چاودنو راپور ورکړی، خو هغو کسانو چې خپلې مشاهدې د وحید انلاین ټیلیګرامي چینل ته استولې دي، ویلي چې د پنځو یا شپږو چاودنو غږونه یې اورېدلي او دا چاودنې یې ''سختې'' بللې دي.

  13. ټرمپ: د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو په اړه جدي غور روان دی

    ټرمپ

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، د ایران پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو د بیا پیلولو په اړه په جدي ډول غور کوي.

    د هغه په وینا، په دغو احتمالي بریدونو کې کېدای شي داسې عملیات هم شامل وي چې د "اپریشن ایپک فیوري" پر مهال د ترسره شویو بریدونو پرتله ډېر پراخ او سخت وي.

    ټرمپ د امریکايي خبري شبکې 'اکسیوس' سره په یوه لنډه مرکه کې ویلي چې د یوه "لوی برید" امکان ارزوي، خو تر اوسه کومه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

    هغه وویل چې هره احتمالي پوځي اقدام به خپلې پایلې ولري، له همدې امله پرېکړه په ډېر احتیاط سره ارزول کېږي.

    دوو امریکايي چارواکو هم تائید کړې چې تر اوسه د ایران پر ضد د نوو پوځي عملیاتو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې او امریکايي پوځ ته هم په دې اړه کوم نوي امرونه نه دي ورکړل شوي.

    ټرمپ ادعا وکړه چې که وغواړي، اسرائیل کولای شي سملاسي په نويو عملیاتو کې ګډون وکړي، خو هغه ټینګار وکړ چې امریکا د ایران پر ضد د عملیاتو د پیل لپاره د بل هېڅ هېواد مرستې ته اړتیا نه لري.

    نوموړي دا هم اشاره وکړه چې که اسرائیل په بریدونو کې برخه واخلي، د ایران له لوري به احتمالي غبرګون هم رامنځته شي.

    د ټرمپ په وینا، ایران غواړي خبرې وکړي، خو لا هم د کومې هوکړې لپاره چمتو نه دی. هغه وویل چې ایراني مشرتابه وروستي دیپلوماتیک وړاندیزونه نه دي منلي او "لا هم دومره زیان نه دی ور رسېدلی" چې خپل دریځ بدل کړي.

    د یادونې وړ ده چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي ځواکونو په سره سمندر کې سعودي بېړۍ په نښه کړې دي، چې له امله یې د نړیوالو تېلو د لېږد یوه بله مهمه لاره له زیات فشار او کړکېچ سره مخ شوې ده.

    ټرمپ پر خپل ټولنیز پلیټفارم ټروت سوشل خبرداری ورکړ چې که حوثیان په سره سمندر کې بیا پر بېړیو بریدونه وکړي، امریکا به یې مسوولیت پر ایران واچوي.

    هغه وویل چې حوثیان د ایران ملاتړې ډله ده، که کوم نوی برید ترسره شي، هم به ایران او هم به حوثیان له سخت پوځي غبرګون سره مخامخ شي.

  14. د ایران سپاه پاسداران خبرداری: د ایران پر ضد په برید کې کارول شوې برېتانوي اډه به مشروع هدف وي

    د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو ادعا کړې چې امریکا پر ایران د برید لپاره په برېتانیا کې د فیئرفورډ هوايي اډې کې ځای پر ځای شوې بي-۱ بم غورځوونکو الوتکې کارولې. دغو ځواکونو لندن ته خبرداری ورکړی چې هره هغه اډه چې د ایران پر خاورې د برید لپاره وکارول شي، "مشروع هدف" به وګڼل شي.

    په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د هغو راپورونو غندنه کړې چې وایي، د ایران پر ضد د امریکا په بریدونو کې د برېتانیا اډو او اسانتیاوو د کارولو اجازه ورکړل شوې ده. وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې هر ډول همکاري به "په تېري او جنګي جرمونو کې ګډون" وبلل شي.

    پاسداران انقلاب په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې وروسته له هغه چې په هند سمندر کې د امریکايي جنګي بېړیو د کروز توغندیو زېرمې کمې شوې، امریکا د خپلو عملیاتو د دوام لپاره له دغو بم غورځوونکو الوتکو کار واخیست.

    تر اوسه د دې ادعا پخلی د خپلواکو سرچینو لخوا نه دی شوی.

    د اعلامیې په بله برخه کې پاسداران انقلاب دا ادعا هم کړې چې د "نصر ۲ عملیاتو د ۲۶مې څپې" په ترڅ کې یې د العدید هوايي اډې د امریکا د برېښنايي جګړې واحد، د اډې د پرسونل استوګنځایونه او د الوتنو د کنټرول برج په نښه کړی دی.

    دوی ویلي چې د دغو بریدونو پایله کې یو شمېر امریکايي سرتېري وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

    خو دا ادعا هم تر اوسه د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده تایید شوې

  15. په نړیوال بازار کې د تېلو یوه بېرل بیه ۱۰۰ ډالرو ته ورسېده

    تېل

    د عکس سرچینه، Getty Images

    نړیوال بازار کې د تېلو یوه بېرل بیې یو ځل بیا له مې میاشتې وروسته لومړی ځل ۱۰۰ ډالرو ته رسېدلې دي. د دې اصلي لامل په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکو شخړو له امله د نړیوالې انرژۍ د عرضې په اړه اندېښنې بلل کېږي.

    برېنټ خام تېل چې د نړۍ د تېلو د بیو مهم معیار ګڼل کېږي، د پنجشنبې په ورځ له ۶ سلنې ډېر لوړ شول. دا زیاتوالی هغه مهال چې امریکا پر ایران خپل پوځي بریدونه زیات کړل، د څو ورځو پرلپسې لوړېدو وروسته راغلی.

    د تېلو بیې هغه وخت لا پسې لوړې شوې چې په یمن کې د حوثيانو ځواکونو په سره سمندر کې پر تېل لېږدوونکو بېړیو بریدونه وکړل او له امله یې د صادراتو یو مهم سمندري مسیر له خطر سره مخ شو. سعودي عرب له هرمز تنګي د ډډې کولو لپاره له همدې لارې ګټه اخلي.

    د ګازو بیې هم په تېره یوه میاشت کې په پرلپسې توګه لوړې شوې دي.

    د امریکا او ایران ترمنځ د لنډمهال اوربند له اعلان وروسته د تېلو بیې راټیټې شوې وې او بېرته هغو کچو ته رسېدلې وې چې د فبرورۍ په ۲۸مه، د امریکا او اسرائیلو لخوا د ایران پر ضد د پوځي عملیاتو له پیل وړاندې لیدل شوې وې.

    خو اوربند ناکام شو، او د روانې اوونۍ په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې په ایران کې پرېکړه کوونکي کسان "د یوه تړون لپاره چمتو نه دي".

    د روانې شخړې له امله په برېتانیا، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو کې د انفلاسیون د لوړېدو خطر زیات شوی، چې له کبله یې د مصرفوونکو لپاره بیې نورې هم لوړېدای شي.

    د تېلو لوړې بیې معمولًا دا معني لري چې د پټرولو او ډیزلو بیې هم لوړېږي.

    که څه هم د دې مستقیم اغېز پر موټر چلوونکو پرېوځي، خو د کورنیو مصرفوونکو لپاره هم د خوراکي توکو او نورو سامانونو د بیو د لوړېدو احتمال شته، ځکه سوداګر خپلې لوړې ترانسپورتي لګښتونه پر پیرودونکو وراچوي.

    په برېتانیا او امریکا کې د انفلاسیون کچه راکمه شوې ده، خو لا هم پوښتنه شته چې ایا په منځني ختیځ کې د شخړې بیا زیاتېدل به دغه کمښت لنډمهالی ثابت کړي که نه.

    په بریتانیا کې د پټرولو بیه د دوو نیمو اوونیو په موده کې د هر لیټر پر سر ۵ پنسه لوړه شوې او نږدې ۱.۵۶ پونډه ته رسېدلې ده. د RAC ادارې په وینا، د ډیزلو اوسط بیه ۱.۷۲ پونډه د هر یوه لیټر لپاره ده.

    په امریکا کې د موټر چلوونکو د حقونو د ملاتړ ادارې AAA ویلي چې د پټرولو اوسطه بیه یو ځل بیا له ۴ ډالرو په هر ګیلن لوړه شوې ده، په داسې حال کې چې یوه میاشت مخکې ۳.۹۲ ډالره وه.

    د امریکا د فدرالي زېرمې نوي ټاکل شوي مشر کېون وارش تېره اوونۍ کانګرېس ته وویل چې مرکزي بانک ته "دوامداره لوړ انفلاسیون هېڅ د منلو وړ نه دی".

    د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د وارش پر مخکیني مشر جېروم پاول فشار راوړی و چې د سود کچه راکمه کړي.

    ټرمپ څرګنده کړې چې تمه لري وارش به د امریکایانو لپاره د پور اخیستلو لګښت د کمولو په اړه د ده غوښتنه عملي کړي.

    خو فدرالي زېرمې په تېره میاشت کې د وارش د لومړۍ غونډې پر مهال د سود کچه د ۳.۵ سلنې او ۳.۷۵ سلنې ترمنځ ثابته وساتله.

    وارش کانګرېس ته دا هم وویل چې د منځني ختیځ د کړکېچ له امله پر بیو د اغېز تر څرګندېدو وروسته، دوی د بیو د ثبات د بېرته ټینګښت لپاره بشپړ ژمن دي.

  16. اروپايي ټولنه: په سره سمندر کې پر بېړيو بريدونه د منلو وړ نه دي

    د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشره

    د عکس سرچینه، REU

    د عکس تشریح، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشره

    د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې کايا کالاس، په سره سمندر کې د سعودي پر يوې بېړۍ د حوثيانو بريد "د نه منلو وړ" او "غیرقانوني" وباله او له حوثيانو يې وغوښتل چې دا ډول بريدونه ودروي.

    هغې د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې وويل: "په سره سمندر کې پر يوه نفت لېږدوونکې بېړۍ بريد د منلو وړ نه دی او غيرقانوني عمل دی، او دا به په سيمه کې تاوتریخوالی لا ډېر کړي".

    تر دې مخکې د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس د دغه هېواد د ترانسپورټ ادارې د يوه رسمي سرچينې له قوله راپور ورکړی و چې د يو بريد له امله د دوی د یوې بېړۍ مخکينۍ برخه اور اخيستې ده. د سرچينې په وينا، د بېړۍ ټول عمله خوندي ده او په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

    د پنجشنبې په سهار، په يمن کې د ايران ملاتړ لرونکې ډلې حوثي ادعا وکړه چې د سعودي عربستان دوه نفت لېږدوونکې بېړۍ يې په نښه کړې دي، ځکه چې د دوی په وينا دغو بېړيو غوښتل د حوثيانو له سمندري محاصرې څخه تېرې شي.

    دوه ورځې مخکې، وروسته له هغې چې سعودي عربستان د يمن د حوثيانو تر کنټرول لاندې د صنعا پر هوايي ډګر بريدونه وکړل، حوثيانو پر سعودي عربستان د سمندري محاصرې اعلان وکړ.

  17. وروستی, روبیو:‌ حوثیان د ایران په لمسون جګړه کې ښکېل شوي

    د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو نن پنجشنبه ویلي، چې د یمن حوثيان ایران په سره‌سمندر کې پر کښتیو بریدونو ته لمسولي دي.

    ښاغلي ربیو دا څرګندونې د سویل ختیځې اسیا هېواونو اسیان غونډې په څنډه کې کړې دي.

    هغه ویلي،‌ حوثیانو د دې جګړې په اوږدو کې تر ډېره "عاقلانه عمل" وکړ او ځان یې لرې وساته، خو اوس ظاهرآ تېروتي دي او پر سعودي عرب او د دغه هېواد پر کښتیو یې بریدونو ته مخه کړې ده.‌

    ربیو خبریالانو ته وویل: "هیله‌من یم چې هغوی کړکېچ راکم کړي. که رښتیا ووایم فکر کوم چې حوثیان د ایران لخوا تېرایستل شوي او جګړه کې ښکېل شوي‌ دي."

  18. د ایران پوځ: کویت کې مو د امریکا پر درېیو اډو بریدونه وکړل

    د ایران پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه بیان کې ویلي چې کویت کې یې یو ځل بیا د امریکا پر درېیو پوځي اډو بریدونه کړي‌ دي.

    په بیان کې راغلي الدوحه، علي‌ السالم‌ او عریفجان پوځي اډه هغه سیمې دي،‌ چې نن بیا د ایران د ډرونونو تر برید لاندې راغلې.‌

    په دغه بیان کې الدوحه د امریکا د مهماتو او لوجستیکي توکو زېرمتون بلل شوی دی.

  19. وروستی, پاکستان: د سمندري ‌ګټو خلاف هر ډول اقدام به ملي‌ امنیت ته خطر وګڼل شي

    پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي

    د عکس سرچینه، x.com/ForeignOfficePk

    پاکستان یو ځل بیا د یمن حوثي غورځنګ ته خبرداری ورکړی چې د پاکستاني بیرغ لرونکو بېړیو او یا د پاکستان د سمندري ګټو خلاف هر ډول اقدام به خپل ملي امنیت ته جدي خطر وګڼي.

    د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د پنجشنبې پر ورځ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، چې هېواد یې د نړیوال قانون له مخې د ځان دفاع لپاره د هرې اړینې لارې د کارولو حق لري.

    هغه د حوثیانو لخوا سره‌سمندر کې د سعودي عرب پر سوداګریزو بېړیو بریدونه هم وغندل.

    طاهر اندرابي وویل: "د حوثیانو له اړخه د سعودي عرب د سوداګریزې بېړۍ چلونې خلاف د سمندري کلابندۍ ګواښونه، سیمه‌ییز ثبات، د کښتۍ چلونې ازادۍ او نړیواله سوداګري" له خطر سره مخامخوي.

    تېره اوونۍ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي وو چې د حوثیانو وروستي اقدامات د سیمې سوله او ثبات له لا ډېرو ستونزو سره مخامخولی شي.‌

  20. وروستی, اکیسویس:‌ امریکا د ایران خلاف تازه عملیاتو کې لومړی ځل 'بي‌-۱' بم غورځوونکې کارولې دي

    اکسیون خبري ویب‌سایټ د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، چې د امریکا پوځ تېره‌ سې‌شنبه (د جولای ۲۱مه) په ایران کې د سپاه پاسداران پر اړوندو اهدافو بریدونو کې بي-۱ بم غورځوونکې الوتکې کارولې دي.

    د دغه رپوټ له مخې دا د ایران او امریکا ترمنځ د نښتو له بیا پیلېدو راهیسې لومړی ځل دی چې د امریکا پوځ په عملیاتو کې دغه اوږد واټن وهونکې الوتکې کاروي.

    اکسیوس ویلي، چې بي-۱ بم غورځوونکې خپل ماموریت بریتانیا کې له یوې هوايي اډې پیل کړی او د الوتنو د مسیرونو څارونکو ویب‌سایټونو کې یې د حرکت لوری لیدل شوی دی.

    په دغه رپوټ کې ویل شوي: "د بي‌-۱ بم غورځوونکې کارېدل، چې د څلېروېشتو له ۹۰۰ کیلوګرامو درندو بمونو او یا لسګونو کروز توغندیو د لېږد وړتیا لري، د ایران خلاف د امریکا د پوځي اقدماتو د پراختیا او په هغو کې د پام‌وړ زیاتوالي ښودنه کوي."

    دا خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې د امریکا پوځ مرکزي قومندانۍ (سېنټکام) د ایران خلاف د سې‌شنبې شپې په بریدونو کې د "بي‌-۱" الوتکو کارېدو ته څه اشاره نه وه کړې.

    سېنټکام یوازې دومره ویلي وو چې د دوی ځواکونو د ایران د پوځي عملیاتو مرکزونه، سمندري وړتیاوې، د الوتکو د درولو ځایونه، د ډرونونو د ساتنې تاسیسات او پوځي لوجستیکي زېربناوې په نښه کړې دي.

    امریکا وايي، دا بریدونه د دې لپاره کوي، چې هرمز تنګي کې پر سوداګریزو او ملکي بېړیو د ایران د بریدونو وړتیا کمزورې کړي.