وروستی, یوه سوری پوځي سرچینه پر التنف اډې د ایران برید ردوي

د عکس سرچینه، Reuters
فرانس پرېس خبري اژانس د یوې سوریایي پوځي سرچینې له قوله د التنف پر اډې د ایران د بمبارۍ راپور رد کړی دی.
دې بېنومه سرچینې ویلي: "موږ هر هغه راپور رد کوو چې ګواکې ایران د تنف سیمه په نښه کړې ده."
دغه اډه، چې د سوریې د سوېل ختیځ د اردن او عراق له پولو سره نژدې پرته ده، د "اسلامي دولت" نومې (داعش) ډلې پر ضد د نړیوالې ټلوالې په اډانه کې د امریکايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو مرکز و. دا اډه د بغداد - دمشق پر مسیر پرته ده.
امریکايي ځواکونو د روان کال پیل کې اعلان کړی و چې له تنف اډې وتلي دي.
څو ساعته مخکې سپاه پاسداران په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دغه پوځي اډه یې په نښه کړې ده.
د سپاه د هوايي ځواک په وینا، "په سوریه کې د تنف سیمې د امریکا د ځانګړو عملیاتو قوماندې مرکز، یو راداري سیستم، څو ځانګړي چورلکې او یو شمېر امریکايي سرتېري" د ایرانشهر کې د سرتېرو د وژل کېدو په غبرګون کې په نښه شوي دي.








