ژوندۍ پاڼه, عباس عراقچي: امریکا پر خپلو خبرو نه درېږي

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په قرغزستان کې د شانګهاي همکارۍ سازمان هېوادونو په غونډه کې ویلي چې که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د "اسلام اباد هوکړې" لاسلیک باندې یوازې څو اوونۍ اوړي خو امریکا د ایران پر زېربناوو له بریدونو سره ثابته کړې چې دغه هېواد خپلو کړو وعدو ته "ژمن نه دی". په همدې حال کې نن ۱۳ ورځ هم پر ایران د امریکا بریدونو لړۍ روانه وه او نن جمعه سهار شاوخوا پنځه بجې لا هم د ایران له بېلابېلو سیمو د چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه ترلاسه کېدل.

لنډیز

  • د پاکستان حکومت د تېلو بیې بیا لوړې کړې؛ "د پيټرولو لیټر له ۳۳۱ او د ډيزلو له ۳۷۸ اوښتی"
  • عباس عراقچي: امریکا خپلو خبرو ته "ژمنه نه پاتې کېږي"
  • ایران په بحرین او اردن کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی
  • د خامو تېلو بیه ۱۰۰ ډالرو نه واوښته
  • ټرمپ‌ ته د عراقچي غبرګون: د نورو شتمني ضبطول که عادت وګرځي نو د هېچا به هم خوندي پاتې نه شي
  • د امریکا څارګرې ادارې د یوه مامور دنده د جې ډي وینس د امنیتي معلوماتو افشا کولو په تور وځنډول شوه

ژوندی پوښښ

  1. وروستی, امریکا پر سعودي عربستان او کوېت د میلیاردونو ډالرو وسلې خرڅوي

    سعودي عربستان او امریکا

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ارشیف عکس

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د سعودي عربستان د هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره یې پر دغه هېواد د شاوخوا یو اعشاریه ۹۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د وسلو په خرڅولو باندې هوکړه کړې ده.

    دا داسې یو ګام دی چې په منځني ختيځ کې د تاوترېخوالي له زیاتېدو سره هممهاله اخیستل کېږي.

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "د [وسلو] دا خرڅون د امریکا د بهرنۍ تګلارې او ملي امنیت پر بنسټ د یو داسې مهم متحد د امنیت پیاوړتیا لپاره ترسره کېږي چې د ناټو غړی نه دی. سعودي عربستان په فارس خلیج کې د سیمې په سیاسي ثبات او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبوي".

    د امریکا بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې د سعودي لپاره په دغه "وړاندیز شوې هوکړه" کې له هوا په هوا کې او له هوا پر ځمکې هدف وېشتونکې شاوخوا ۲۰ زره دانې رهبري کېدونکي "پرمختللې دقیقې وسلې"، لانچرونه، جنګي سرګلولې، اضافي پرزې او روزونه او نور لوژیستیکي ملاتړ شامل دی.

    دغه وزارت همداراز کوېت ته د وسلو د ورکړې پر یوه جلا بسته تایید کړې چې په ترڅ کې به یې دغه هېواد ته د شاوخوا ۴۸۴ میلیون ډالرو په ارزښت د الوتکو تخنیکي مرسته برابرېږي.

    په دې هوکړه کې له کوېت سره د سي-۱۷ نومي الوتکو په برخه کې تخنیکي‌ مرسته او د هغوی اړوند تجهیزاتو ورکړه شامله ده چې پرزې، سافټوېرونه، د خوندیتوب خدمتونه، روزنه او لوژيستیکي ملاتړ هم پکې راځي.

    پر دغو دواړو هېوادونو د وسلو د خرڅلاو دا پرېکړه به د امریکا د کانګرېس له بیا کتنې وروسته نهايي او پلې شي.

  2. وروستی, اردن: اته ایراني توغندي مو شنډ کړي

    د اردن پیټرا خبري اژانس د دغه هېواد د وسله‌والو ځواکونو له خولې خبر ورکړی چې د اردن سلطنت پر لور توغول شوي اته ایراني توغندي یې شنډ کړي دي.

    دغه اژانس د یوې پوځي سرچینې له قوله ویلي چې د توغندیو شنډولو سره چا ته هېڅ‌ ډول مرګ‌ژوبله او یا هم مالي زیان نه دی اوښتی.

    دې نه مخکې د ایران پوځ ویلي وو چې د اردن په الازرق هوايي اډه کې یې مخابراتي سیسټمونو، د رادار مرکز او د امریکايي پوځ د تېلو ډېپوګانو باندې د بې‌پیلوټو بریدونه کړي دي.

  3. وروستی, د عراق لومړي وزیر پر اربیل هوايي دګر د بې‌پیلوټې برید غندلی

    الزیدي

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عراق لومړي وزیر علي فالح الزیدي دفتر په یوه اعلامیه کې هغه "ډرون برید" غندلی چې وايي، د عراق اړوند کردستان سیمې د پلازمېنې اربیل هوايي حریم یې تر پښو لاندې کړی و.

    دا خبرپاڼه له هغه وروسته خپره شوې چې هلته څو بې‌پيلوټې الوتکې غورځول شوې دي.

    د عراق لومړي وزیر که څه هم دا نه ده روښانه کړې چې دا ډرون بریدونه د چا له لوري ترسره شوي خو ویلي یې دي چې، "موږ اړوند ادارو ته امر کړی چې د کرستان له سيمه‌ييزو امنیتي ځاکونو سره په همغږۍ د داسې بریدونو د تکرار د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي او د عراقۍ ټولنې امنیت ته د زیان رسولو هر ډول هڅه شنډه کړي".

  4. وروستی, ایرنا: د امریکا په بریدونو کې سمنان هوايي ډګر په نښه شوی

    د ایران دولتي‌ خبري اژانس ایرنا خبر ورکړی چې د دغه هېواد سمنان هوايي ډګر د امریکا د تېرې شپې په بریدونو کې په نښه شوی دی.

    دغه اژانس د سمنان ولایت د یوه چارواکي له خولې د برید پخلی کړی چې ویلي یې دي، "په سمنان هوايي ډګر باندې د څو توغندیو د لګېدو له امله په ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي".

    ایرنا اژانس ویلي چې په دغه برید کې چا ته مرګ‌ژوبله نه ده اوښتې.

    تهران

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ارشیف عکس
  5. وروستی, ملګرو ملتونو د امریکا او ایران ترمنځ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي اندېښنه څرګنده کړې

    د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویاند سټېفن دوجاریک د امریکا او ایران ترمنځ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي "ژوره اندېښنه" څرګنده کړې ده.

    هغه ویلي، "که حالات بېرته یوې بشپړې جګړې ته ور ګرځي نو ملکي وګړي‌ به له زغمه وتلو پایلو سره مخامخ کړي".

    ښاغلي دوجاریک ویلي چې د داسې هېڅ شخړې اغېز به یوازې تر سیمې محدود پاتې نه شي بلکې "نړیوالې سولې او امنیت او نړیوال اقتصاد ته به ویجاړوونکې پایلې ولري".

    چابهار

    د عکس سرچینه، Reuters

    د عکس تشریح، د جولای پر ۱۵ له ویډیو اخیستل شوي دغه عکس کې په چابهار بندر کې د امریکا له برید وروسته له یوې ودانۍ لوګي پورته کېږي.
  6. په بحرين کې د خطر زنګونه فعال شوي

    د بحرين د کورنيو چارو وزارت اعلان کړی چې په هېواد کې د خطر زنګونه (سائرنونه) فعال شوي دي.

    ياد وزارت له ټولو اتباعو او په دې هېواد کې له مېشتو کسانو غوښتي چې د خوندیتوب په پار نږدې خوندي ځایونو ته لاړ شي

  7. سینټکام: د ايران پر هوايي دفاع، توغنديزو او ډرون تاسيساتو مو بريدونه کړي

    د امريکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) اعلان کړی چې د خپلو وروستيو بريدونو په ترڅ کې يې د ايران د قوماندې مرکزونه، د هوايي دفاع ځایونه، د توغنديو او ډرونونو وړتياوې، او د ساحلي څارنې تاسيسات په نښه کړي دي.

    سینټکام زياته کړې چې دغه بريدونه اوس پای ته رسېدلي دي.

    د امريکايي پوځ په وينا، د دغو عملياتو موخه د ايران هغه وړتياوې له منځه وړل دي چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدونکو سوداګريزو بېړيو کارکوونکو او سمندري تګ راتګ ته ګواښ پېښوي.

    امريکا وايي، د بندرعباس په ګډون، د ايران په بېلابېلو سيمو، د کره لارښود شويو وسلو په کارولو بريدونه ترسره شوي دي.

    سینټکام دغه راز وايي، د تېرې ورځې د سهار په بريدونو کې امريکايي ځواکونو د ۹۰ دقيقه ‌يي عملياتو پر مهال د' تنب بزرګ' ټاپو پر ساحلي دفاعي اډو او د کروز توغنديو پر تاسيساتو بريدونه کړي وو.

  8. ټرمپ: ايران يوه امريکايۍ زنداني خوشې کړې

    د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، ايران يوه امريکايۍ بندي خوشې کړې ده.

    ټرمپ پر خپله ټولنيزې شبکې ټروت سوشيال یوه پیغام کې ليکلي: ''ايران يو امريکايي وګړي ته، چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې د جو بايډن د ولسمشرۍ پر مهال په ناحقه نيول شوې وه، اجازه ورکړه چې له هېواده ووځي.''

    د امريکا ولسمشر د ياد کس نوم نه دی اخيستی، خو ويلي يې دي چې ''دا مېرمن اوس په بشپړه روغتيا کې ده او له ايرانه بهر خوندي ځای ته رسېدلې ده.''

    ټرمپ د خپل پيغام په پای کې د ايران له دې اقدام څخه د ''حسن نيت د څرګندونې'' په توګه مننه کړې او ويلي يې دي چې د دغه ګام ستاينه کوي.

  9. سینټکام: ايران ته د روانې تشې ټانکر بېړۍ مخه ونيوله شوه

    د امريکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په يوه اعلاميه کې ويلي چې د ايران د سمندري محاصرې د پلي کولو په ترڅ کې يې يوه تشه نفت‌ وړونکی بېړۍ (ټانکر) چې د ايران د يوه بندر پر لور روانه وه، له حرکته غورځولې ده.

    د امريکا پوځ وايي چې د کوراساو تر بيرغ لاندې د "بلما" په نوم ټانکر بېړۍ يې په نړيوالو اوبو کې د خارګ ټاپو پر لور د تګ پر مهال پېژندلی وه. د دوی په وينا، دغې بېړۍ د امريکا له لوري د لګول شوې محاصرې د ماتولو هڅه کوله او څو ځله ورکړل شوي خبرداري يې له پامه وغورځول.

    سینټکام زياته کړې چې يوې امريکايي الوتکې د 'هېل فائر' توغنديو په کارولو سره د بېړۍ لوګي وتلو(مورۍ) ځای په نښه کړ او بېړۍ يې له فعاليته وغورځوله.

    د اعلاميې له مخې، ''ياده بېړۍ نور د ايران پر لور حرکت نه کوي.''

    امريکايي پوځ دغه راز ويلي چې د دې طرحې د پلي کېدو په لومړيو ۲۴ ساعتونو کې سینټکام د دوو سوداګريزو بېړيو، چې له مقرراتو سره سمې وې، مسير بدل کړ او يوه بله بېړۍ یې چې له مقرراتو يې سرغړونه کړې وه، له فعاليته وغورځوله.

  10. په قشم ټاپو کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

    د ايران دولتي خبري اژانس ايرنا راپور ورکړی چې د قشم ټاپو په سيمه کې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

    ايرنا تر اوسه د دغې چاودنې د څرنګوالي، لامل او يا احتمالي زيانونو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره کړي.

    د يادونې ده چې په تېرو ورځو کې هم د قشم ټاپو په بېلابېلو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي وو.

  11. متحده عربي اماراتو د عرب هېوادونو پر ضد د ايران بريدونه په کلکه وغندل

    متحده عربي اماراتو د ايران له لوري پر بحرين، کویت او اردن شوي بريدونه په کلکه غندلي دي.

    د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه بريدونه د ''وروڼو هېوادونو د حاکميت ښکاره سرغړونه او د هغوی د امنيت او ثبات لپاره ګواښ'' ګڼل کېږي.

  12. فارس خبري اژانس: په اهواز کې د سرطان لرونکو ماشومانو روغتون ته نږدې د امريکا توغنديز بريد شوی

    روغتون

    د عکس سرچینه، Tasnim

    د عکس تشریح، د اهواز د بقايي روغتون د لوحې په هغه تصویر کې چې تسنيم خبري اژانس خپور کړی، د سپاه پاسداران نښان ښکاري

    د فارس خبري اژانس د يوه راپور له مخې، د امريکا څو توغندي د اهواز ښار د سرطان لرونکو ماشومانو روغتون ته نږدې لګېدلي دي.

    یادې رسنۍ ليکلي چې د تېر يو ساعت په موده کې د اهواز اوسېدونکي د ښار په بېلابېلو سيمو کې د توغنديو د لګېدو شاهدان وو.

    د فارس په راپور کې راغلي چې په دې بريدونو کې څو توغندي د بقايي روغتون ترڅنګ لګېدلي، هغه روغتون چې د سرطان ناروغانو، په ځانګړي ډول د سرطان لرونکو ماشومانو، د کيمياوي درملنې (کيموتراپي) خدمتونه پکې ترسره کېږي.

    بي بي سي فارسي څانګه په خپل رپوټ کې وايي، ايران ته مستقيم لاسرسی نه لري، ځکه له خپل لوري د دې راپور د کره‌ والي تائيد نه شي کولی.

    د ايران رسمي دولتي خبري اژانس ايرنا په خپل راپور کې کاږي، چې د اهواز شهيد بقايي روغتون د امريکايي بريدونو له امله، چې د دغه درملنيز مرکز په شاوخوا کې ترسره شوي، تخليه شوی دی.

    د راپور له مخې، دا پرېکړه د ناروغانو د ژوند د خونديتوب لپاره شوې او ټول ناروغان نورو روغتيايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

    ايرنا ليکلي چې روغتون ته نږدې بريدونو د چاودنې څپې رامنځته کړې، چې له امله يې روغتون اغېزمن شوی او ''اوس مهال له درملنيز بهير څخه وتلی دی''. خو د راپور له مخې، تر اوسه د مرګژوبلې کومه پېښه نه ده ثبت شوې.

    بل لور تسنيم خبري اژانس چې سپاه پاسداران ته نږدې بلل کېږي، د دې خبر له خپرولو سره د روغتون د نښان يوه انځور هم خپور کړی دی. په دې انځور کې د روغتون د لوحې پر کیڼ لوري د سپاه پاسداران نښان او تر هغې لاندې د ''ځمکني ځواک'' ليکنه ښکاري.

  13. وروستی, قالیباف: کله چې له تفاهم‌ لیک ګټه نه اخلو، مراعتولو ته یې هم دلیل نه شته

    قالیباف

    د عکس سرچینه، ghalibaf/ telegram

    د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف په یوه تفصیلي اعلامیه کې ویلي: ''موږ له امریکا سره په یوه جوهري او وجودي جګړه کې یو.''

    نوموړی وايي، د دښمن موخه ''د نظام نسکورول'' او ''د هېواد ټوټه کول'' دي.

    قالیباف زیاته کړه: ''تفاهم‌ لیک هغه وخت معنا لري چې مادې یې معتبرې او د پلي کېدو په حال کې وي. که چېرې د ایران اسلامي جمهوریت له دغه متنه ګټه وانخلي، د داسې تفاهم د مراعاتولو لپاره هیڅ دلیل نه لرو.''

    د هغه په وینا، د ایران وسله‌ وال ځواکونه ''لکه د پخوا په څېر د دښمن د هر ډول تېري پر وړاندې د فعالیت بشپړه ازادي لري.''

    نوموړي همداراز وویل چې د جګړې او یا مذاکراتو په اړه وروستۍ پرېکړه د ایران د رهبر په واک کې ده:

    ''د جګړې او مذاکرې ترمنځ کرښه د ملي امنیت او ملي ګټو پر بنسټ ټاکل کېږي، او د دغو وسیلو د کارولو تشخیص د ولي امر او د وسله‌ والو ځواکونو د ستر قوماندان صلاحیت دی.''

    هغه د ایران له خلکو وغوښتل چې په دې برخه کې د رهبر د پرېکړې پیروي وکړي.

    قالیباف یو ځل بیا ټینګار وکړ:

    ''جګړه او مذاکره دواړه د ملي ګټو د ساتنې لارې دي. مذاکره په اوسني پړاو کې، لکه څنګه چې ما څو ځله ویلي، د تسلیمېدو معنا نه لري، بلکې د جګړې ترڅنګ د مقاومت او د ملي ګټو د خوندي کولو د ستراتیژۍ یوه برخه ده.''

    نوموړي د هرمز تنګي په اړه وویل:

    ''په څلوېښت ورځنۍ جګړه کې مو د هرمز تنګی وتاړه، ځکه چې زموږ ملي امنیت له ګواښ سره مخ شوی و. نن هم زموږ ملي امنیت د هرمز تنګي پر هغو ترتیباتو ولاړ دی چې د ایران تر کنټرول لاندې وي.''

  14. وروستی, په چابهار کې د چاودنې غږ اورېدل شوی

    د سیستان، بلوچستان ولایت له چابهار ښاره د چاودنې د غږ د اورېدل کېدو په اړه ګڼ راپورونه خپاره شوي دي.

    په تېرو ورځو کې هم دغه سیمه د امریکا د بریدونو هدف ګرځېدلې وه. دغه راز راپورونه وايي چې نن د ایران د انتظامي ځواکونو یوه پوسته هم د بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

  15. وروستی, د امریکا پوځ وايي، پر ایران یې تازه بریدونه کړي

    د امریکا پوځ وايي، پر ایران یې د بریدونو نوې لړۍ پیل کړې ده.

    تر اوسه د دې بریدونو د ځای، په نښه شویو هدفونو او یا هم د احتمالي زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. دغه راز، ایراني چارواکو تر اوسه د دې خبر په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

  16. وروستی, د بریتانیا پر اقتصاد د ایران جګړې او د انرژۍ د بیو لوړوالي فشار راوستی

    لندن

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د بریتانیا پر اقتصاد د ایران جګړې او د انرژۍ د بیو لوړوالي فشار راوستی

    د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان (OECD) وايي، د ایران د جګړې له امله د انرژۍ د بیو لوړېدو په داسې حال کې د بریتانیا د اقتصاد د زغم وړتیا له یوې نوې ازموینې سره مخ کړې چې اقتصادي وده یې لا هم کمزورې ده.

    دې سازمان په خپل راپور کې ویلي، د بریتانیا اقتصاد د برېګزیټ په ګډون له یو لړ اقتصادي ټکانونو وروسته بېرته تر یوه بریده باثباته شوی، خو اقتصادي فعالیتونه لا هم محدود دي او په منځني ختیځ کې د جګړو دوام پرې نور فشار هم زیاتوي.

    د دې ادارې په وینا، بریتانیا باید د برېښنا په صنعت کې پانګونه زیاته کړي، چې د ګازو پر وارداتو خپله تکیه کمه کړي؛ هغه واردات چې د ایران د جګړې له امله یې سږکال بیې په څرګند ډول لوړې شوې دي.

    د اقتصادي همکارۍ او پراختیا سازمان خبرداری ورکړی چې که په منځني ختیځ کې جګړې اوږدې شي او د انرژۍ بیې نورې هم لوړې شي، د بریتانیا اقتصادي راتلونکی به زیانمن شي.

    دې سازمان د روان میلادي کال لپاره د بریتانیا اقتصادي وده ۰.۹ سلنه او د ۲۰۲۷ کال لپاره ۱.۱ سلنه اټکل کړې ده. همدارنګه یې د مالي انضباط د ساتلو، د تقاعدي لګښتونو د کنټرول او د هغو پانګونو د زیاتولو ټینګار کړی چې د تولید وړتیا لوړوي.

    دا راپور د انډي برنهام له لومړي وزیر کېدو مخکې خپور شوی دی.

  17. وروستی, ایران په "منع شوو سازمانونو" کې د سپاه پاسداران شاملول غندلي

    د ایران پوځ د برېتانیا پارلمان هغه ګام غندلی چې له مخې یې سپاه پاسداران د "منع شوو سازمانونو" په نوملړ کې شاملوي.

    د ایران پوځ د عامه اړیکو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا "د سپاه پاسداران ترهګر بلل" دي او دا پرېکړه یې د برېتانوي چارواکو "منافقت او دوه‌ګونی معیار" ګڼلی دی.

    په خبرپاڼه کې د ایران انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران "له ترهګرۍ سره د مبارزې" اصلي ځواکونه یاد شوي او برېتانیا، امریکا، اروپايي هېوادونه او اسرائيل پکې "د ترهګرۍ ملاتړ" باندې تورن شوي دي.

    د ایران پوځ د دغه هېواد پر وړاندې ګواښونو او بریدونو سره د مقابلې ‌په برخه کې د سپاه پاسداران ملاتړ څرګند کړی او له دغو ځواکونو سره یې پر خپل پیوستون او همکارۍ ټينګار کړی.

  18. وروستی, د بحرین پوځ وايي، د ایران ځينې هوايي بریدونه یې شنډ کړي

    ارشیف

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ارشیف

    د بحرین پوځ وايي چې نن چهارشنبه یې د سهار په لومړیو ساعتونو کې د خبرداري زنګونه کړنګولي او د ایران د ځينو بریدونو مخه یې نیولې ده.

    پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "ایران لا هم د جرمي بریدونو، له دوښمنۍ ډک او سنجول شوي (سیسټماتیک) چلند پر مټ د ملګي وګړو په نښه کولو ته دوام ورکړی" خو په وینا یې، د بحرین نظامي ځواکونو نن سهار د ایران د ګڼو بریدونو مخه نیولې او یا یې شنډ کړي دي.

    سپاه پاسداران او د ایران ځواکونو ویلي چې په وروستیو ساعتونو کې یې په کوېت، بحرین او اردن کې د امریکا پوځي اډې په توغندیو او ډرونونو سره په نښه کړې دي.

  19. وروستی, ایران وايي،‌ د امریکا په وروستیو بریدونو کې تر "۳۰ ډېر ملکي وګړي" وژل شوي

    ارشیف

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، ارشیف

    د ایران حکومت وايي چې د دغه هېواد پر جنوبي سیمو د امریکا په وروستيو بریدونو کې "تر ۳۰ ډېر ملکي خلک" وژل شوي دي.

    دا خبره د ایران حکومت ویاندې فاطمې مهاجراني کړې او پرخپله اېکس‌پاڼه یې لیکلي چې، "د هېواد په جنوب کې په وروستیو بریدونو کې له ۳۰ زیاتو ملکي کسانو خپل ژوند بایللی دی".

    د امریکا په تازه بریدونو کې په ایران کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې ورکول کېږي.

    پرون د هرمزګان د چاپېریال ساتنې عمومي مشر وویل چې د امریکا په توغندیزو بریدونو کې د دغه ولایت په شمالي ښار حاجي اباد کې درې کسان وژل شوي چې د چاپېریال ساتنې ادارې د یوه کارکوونکي د کورنۍ غړي وو.

  20. وروستی, امریکا د ایران مرکزي بانک "له ۱۳۰ میلیون ډالرو ډېره شتمني" کنګل کړه

    د امریکا د خزانې وزارت

    د عکس سرچینه، Getty Images

    د عکس تشریح، د امریکا د خزانې وزارت

    د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې د ایران "له ۱۳۰ میلیون ډالرو ډېره" ډيجيټل شتمني یې کنګل کړې ده.‌

    د دغه وزارت وزیر سکاټ بیسېنټ دا اعلان پرخپله اېکس‌پاڼه کړی دی او لیکلي یې دي چې، "د امریکا د خزانې وزارت ژمن دی چې له ډيجيټل شتمنیو د ناوړه ګټې اخیستنې په ګډون د ایران ناقانونه مالي فعالیتونه ګډوډ او ویجاړ کړي".

    بیسېنټ همداراز لیکلي، "د امریکا د خزانې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول دفتر نن د ایران په مرکزي بانک پورې تړلې ډېرۍ بټوې/کڅوړې محدودې کړې چې په پایله کې یې له ۱۳۰ میلیون ډالرو ډېره [شتمني] کنګل شوه".

    هغه ویلي، "موږ په کلکه پر پیسو څار روان ساتو او ناقانونه عایداتو ته د ایران رژيم لاس‌رسی لنډوو".

    ښاغلی بیسېنټ پر خپله اېکس‌پاڼه په جلا پوسټ کې ادعا کړې چې ګواکې "د ایران رژيم د نورو په تېر ایستلو پايي" او په وینا یې، د امریکا خزانې وزارت پرې هغه "مالي زېربناوې تړي چې پر مټ یې ایران د امریکا متحده ایالتونو ملي امنیت او نړیوال سمندري‌ چلند ته ګواښ پېښوي".

    دا په داسې حال کې د چې د امریکا او ایران ترمنځ‌ یو ځل بیا د هرمز تنګي پر سر ناندرۍ راپورته شوې دي او دواړه لوري دا پرله‌پسې څلور ورځې د یوه بل هدفونه بمباروي.