ژوندۍ پاڼه, عباس عراقچي: امریکا پر خپلو خبرو نه درېږي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په قرغزستان کې د شانګهاي همکارۍ سازمان هېوادونو په غونډه کې ویلي چې که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د "اسلام اباد هوکړې" لاسلیک باندې یوازې څو اوونۍ اوړي خو امریکا د ایران پر زېربناوو له بریدونو سره ثابته کړې چې دغه هېواد خپلو کړو وعدو ته "ژمن نه دی".
په همدې حال کې نن ۱۳ ورځ هم پر ایران د امریکا بریدونو لړۍ روانه وه او نن جمعه سهار شاوخوا پنځه بجې لا هم د ایران له بېلابېلو سیمو د چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه ترلاسه کېدل.
لنډیز
د پاکستان حکومت د تېلو بیې بیا لوړې کړې؛ "د پيټرولو لیټر له ۳۳۱ او د ډيزلو له ۳۷۸ اوښتی"
عباس عراقچي: امریکا خپلو خبرو ته "ژمنه نه پاتې کېږي"
ایران په بحرین او اردن کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی
وروستی, د ایران روغتیا وزارت: د امریکا نویو بریدونو کې ۵۰ کسان وژل شوي او تر ۵۰۰ ډېر ټپیان دي
د ایران د
روغتیا وزارت ویاند ویلي، د چنګاښ له ۶مې تر ۲۷مې نېټې پورې په هوايي بریدونو کې ۵۰ کسان وژل شوي او له ۵۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
حسین
کرمانپور ویلي، په وژل شویو کسانو کې ښځې او ۲ ماشومان او تر ۱۸ کلونو کمعمره تنکي ځوانانهم دي.
هغه زیاته
کړه، په ټپیانو کې ۳۲ ښځې او ۱۸ تنکي ځوانانهم شامل دي.
د روغتیا وزارت د ویاند په وینا، ۳۷ ټپیان لا هم په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.
وروستی, د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال: د اسلامآباد د تفاهملیک د ټولو ژمنو عملي کول مو درولي
د عکس سرچینه، Getty Images
د ایران د
بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي، ایران "د اسلاماباد د تفاهملیک په
چوکاټ کې د خپلو ټولو ژمنو عملي کول درولي دي."
کاظم غریبآبادي
ټینګار کړی: "امریکا د خپلو تېریزو اقداماتو له لارې د
اسلاماباد د تفاهملیک له مخې خپلې ټولې ژمنې ماتې
کړې دي." هغه وویل، د ایران دا اقدام د امریکا د چلن په غبرګون کې
شوی دی.
غریبآبادي،
چې له امریکا سره د ایران د مذاکره کوونکې ډلې غړی
هم دی، زیاته کړه: "په اوسنیو شرایطو کې د هېواد لومړیتوب د ایران پرېکنده دفاع او یرغلګرو ته ځواب ورکول دي. "
د اسلاماباد تفاهملیک، چې د پاکستان په منځګړیتوب د
ایران او امریکا ترمنځ شوی و، ټاکل شوې وه د دواړو هېوادونو ترمنځ د تلپاتې سولې د تړون لپاره د خبرو اترو زمینه برابره
کړي.
خو له تېرې اونۍ راهیسې، پر بېړیو له
بریدونو، د هرمز تنګي له بیا تړل کېدو او پر ایران د سمندري محاصرې له بیا پیلېدو
وروسته، د ایران او امریکا ترمنځ د متقابلو بریدونو لړۍ یو ځل بیا پیل شوې ده.
وروستی, محسن رضايي: د "هم جګړه او هم خبرې اترې" سیاست پای ته رسېدلی
د عکس سرچینه، تسنیم
د ایران د
اسلامي جمهوریت د مشر پوځي سلاکار محسن رضايي ویلي، د "هم خبرې اترې او هم جګړه" سیاست پای ته رسېدلی دی.
هغه ویلي:
"که امریکایان په راتلونکو دوو یا درېیو ورځو
کې جګړه روانه وساتي، موږ به د بشپړو یرغلیزو او ویجاړونکو عملیاتو پړاو ته داخل
شو."
دا په
داسې حال کې ده چې تېره شپه، د ایران او امریکا ترمنځ د نښتو په اوومه شپه، د
ایران په سوېلي برخو کې نورې سیمې هم د امریکا له بریدونو سره مخ شوې. ایران اعلان
کړی چې کویټ، بحرین، اردن او سعودي عربستان پرې برید کړی دی.
له بلې
خوا، د لبنان د ولسمشرۍ دفتر اعلان کړی چې د دغه هېواد ولسمشر جوزف عون نن بیروت
پرېښی او واشنګټن ته روان شوی دی.
تمه ده چې
هغه په دغه سفر کې له ډونلډ ټرمپ سره وګوري او د "له هغو سیمو څخه د اسرائیلو د وتلو" په اړه خبرې وکړي چې اوس مهال د اسرائیلو تر
اشغال لاندې دي.
په ایران کې، د قضائیه قوې ویاند اعلان کړی
چې د رضا پهلوي پر ضد قضیه جوړه شوې ده.
وروستی, عراق وايي د تېلو او برېښنا په برخو کې له امریکايي شرکتونو سره ۴۸ هوکړې لاسلیک کړې دي
د عکس سرچینه، Bloomberg via Getty
د عراق د لومړي وزیر دفتر د شنبې په ورځ
اعلان وکړ چې دغه هېواد امریکا ته د لومړي وزیر علي زیدي د سفر پر مهال له
امریکايي شرکتونو سره ۴۸ هوکړې او مشارکتونه
لاسلیک کړي، چې ډېری یې د تېلو له برخې سره تړاو لري.
دغه هوکړې
د عراق د تېلو او برېښنا وزارتونو او د اکسون موبیل، کېبيار، جياي ورنووا، شېل
او هالیبرټن په څېر شرکتونو ترمنځ "همکارۍ
او مشارکتونه" رانغاړي.
همداراز، د عراق او سوریې ترمنځ د خام تېلو د لېږد لپاره د یوې سترې نللیکې د
جوړولو په تړاو څو قراردادونه هم لاسلیک شوي دي.
عراق له
سټارلنک شرکت سره هم یوه هوکړه لاسلیک کړې، چې د نړۍ په کچه د سپوږمکۍ له لارې د
مخابراتي خدمتونو په برخه کې مخکښ شرکت دی، څو په دغه هېواد کې خپل خدمات وړاندې
کړي.
د سې شنبې
په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له علي زیدي سره د لیدنې پر
مهال هغه "اتل" وباله.
علي
زیدي، چې یو سوداګر دی، سږ کال وروسته له هغې واک ته ورسېد چې ټرمپ د لومړي وزیرۍ
د بل نوماند پر وړاندې له خپل ویټو حقه کار واخیست او د امریکا په ملاتړ یې د زیدي
د واک ته رسېدو زمینه برابره شوه.
زیدي ژمنه کړې چې د عراق کمزورې اقتصاد
پیاوړی کړي او په دغه هېواد کې له ایران سره نژدې وسله والې ډلې، چې پر امریکايي تاسیساتو یې بریدونه
کړي، بې وسلې کړي.
دغه راز، سينټکام ټینګار کړی چې د ایران د بندرونو پر ضد سمندري محاصره لا هم دوام لري او دا مهال له ۵۰ زرو ډېر امریکايي پوځیان په منځني ختیځ کې ځای پر ځای شوي دي.
د دې رسنۍ د راپور له مخې، په دغه برید کې یو شمېر کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي، خو د مړو او ټپیانو کره شمېر او د اوښتو زیانونو دقیق معلومات لا تر اوسه نه دي اعلان شوي.
امریکا: د عراق – سوریې د نفتو پایپلاین به د ورځې د دوو میلیونو بېرلو په ظرفیت ورغول شي
لوېدیځو انرژۍ شرکتونو له عراق سره له ۶۰ میلیاردو ډالرو د زیات ارزښت پروژو تړونونه لاسلیک کړل
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، د عراق لومړی وزیر علي زیدي، د شیورون شرکت مرستیال مشر مارک نیلسن سره، د ټیکساس په هوسټن کې د شرکت په مرکزي دفتر کې، جولای ۱۶مه
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سترو لوېدیځو انرژۍ شرکتونو له عراقي چارواکو سره د نفتو، طبیعي ګاز او پایپلاینونو په برخه کې له ۶۰ میلیاردو ډالرو څخه د زیات ارزښت لرونکو تړونونه لاسلیک کړی دی.
د امریکا د انرژۍ شرکت شورون (Chevron) اعلان کړی چې د هغه پایپ لاین په جوړولو کې به پانګونه وکړي چې د عراق نفت د مدیترانې سمندر ساحل ته لېږدوي. د دې پروژې موخه دا ده چې د نفتو د صادراتو لپاره د هرمز تنګي پر مسیر د عراق تکیه کمه شي.
دغه راز، د امریکا بل انرژۍ شرکت کونوکو فلیپس (ConocoPhillips) د بي پي (BP) اړوند یوې پروژې ۴۲ سلنه ونډه اخیستې او د عراق په شمال کې د نفتو د څلورو ساحو د بیارغونې او پراختیا له پروګرام سره یوځای شوی دی.
د بي پي اجرایوي رئیس د عراق د انرژۍ سرچینې ''فوقالعاده'' بللي او ویلي یې دي چې دغه هېواد د نفتو او ګازو د پراخو زېرمو له امله د انرژۍ په نړیوال بازار کې ستر ظرفیت لري.
تر اوسه د بحرین او متحده ایالاتو چارواکو د دغو ادعاوو په
اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی. دغه راز، د دې بریدونو د پایلو او احتمالي زیانونو
په اړه خپلواکه سرچینو لا تر اوسه معلومات نه دي خپاره کړي.
تر اوسه د دغو چاودنو د کره ځایونو، احتمالي هدفونو او یا د اوښتو زیانونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي. چارواکو هم لا تراوسه په دې اړه بشپړ معلومات نه دي وړاندې کړي.
د ایران پوځ وايي، په شمالي هند سمندر کې یې یوه امریکايۍ بېړۍ په نښه کړې ده
تر اوسه امریکايي چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي،
او د احتمالي زیانونو یا د بېړۍ د وضعیت په اړه هم کوم خپلواک او تائید شوی راپور نه
دی خپور شوی.