ژوندۍ پاڼه, عباس عراقچي: امریکا پر خپلو خبرو نه درېږي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په قرغزستان کې د شانګهاي همکارۍ سازمان هېوادونو په غونډه کې ویلي چې که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د "اسلام اباد هوکړې" لاسلیک باندې یوازې څو اوونۍ اوړي خو امریکا د ایران پر زېربناوو له بریدونو سره ثابته کړې چې دغه هېواد خپلو کړو وعدو ته "ژمن نه دی".
په همدې حال کې نن ۱۳ ورځ هم پر ایران د امریکا بریدونو لړۍ روانه وه او نن جمعه سهار شاوخوا پنځه بجې لا هم د ایران له بېلابېلو سیمو د چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه ترلاسه کېدل.
لنډیز
د پاکستان حکومت د تېلو بیې بیا لوړې کړې؛ "د پيټرولو لیټر له ۳۳۱ او د ډيزلو له ۳۷۸ اوښتی"
عباس عراقچي: امریکا خپلو خبرو ته "ژمنه نه پاتې کېږي"
ایران په بحرین او اردن کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی
وروستی, د سېنټکام تر اعلان وروسته په ایران کې تازه بریدونه شوي
د عکس سرچینه، Reuters
د عکس تشریح، پر ایران د امریکا د جولای ۱۹ مې بریدونو یو عکس
د ایران د بوشهر والي وايي چې نن سهار پر دغه ښار دوه تازه بریدونه شوي دي.
د بوشهر ښار والي محمد مظفري ویلي چې څو شېبې وړاندې پر بوشهر ښار بیا برید شوی.
د ده په وینا، "د دغه برید په پایله کې چا ته د مرګژوبلې د اوښتو خبر لا نه دی ورکړل شوی".
د ایران پر دغه ښار دا بریدونه داسې مهال کېږي چې د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام مخکې خبر ورکړی و چې پر ایران یې د پرلهپسې نهمې شپې بریدونه بشپړ شوي او پای ته رسېدلي دي.
وروستی, په بحرین کې د خطر زنګونه کړنګول شوي
په بحرین کې د خطر زنګونه کړنګول شوي او د کورنیو چارو وزارت یې له خپلو وګړو غوښتي چې خوندي ځایونو ته ځانونه و رسوي.
دا کار وروسته له هغه کېږي چې د ایران سپاه پاسداران پر بحرین، کوېت او سوریې د بریدونو خبر ورکړی.
د ایران او امریکا ترمنځ په دې وروستیو ورځو کې د نښتو او تاوتریخوالي له زیاتېدو سره ایران په پرلهپسې ډول په کوېت او بحرین کې پر امریکايي پوځي مرکزونو بریدونه کوي.
له هغه وروسته چې په اردن کې پر یوې امریکايۍ اډې د ایران په برید کې دوه امریکايي سرتېري ووژل شول او یو بل نادرکه شو، امریکا او ایران د اتمې پرلپسې ورځې لپاره پر یو بل بریدونو ته دوام ورکړی.
بل لور د یکشنبې پر ورځ د اردن پوځ وویل، د ایران درې توغندي یې شنډ او راوغورځول، او څلورم توغندی د هېواد په یوه لرې پرته سیمه کې ولګېد. دا خبر د اردن رسمي خبري اژانس خپور کړی دی.
دغه پېښه وروسته له هغې رامنځته شوه چې امریکا خبرداری ورکړی و چې د اردن عقبه بندر ښايي د برید هدف وګرځي.
په وروستیو ورځو کې امریکا او ایران د یو بل پر ضد خپل بریدونه زیات کړي دي، او دواړه لوري یو بل تورنوي، چې د یو بل مهمې زیربناوې او حیاتي تاسیسات په نښه کوي.
د اردن پوځ: د ایران له څلورو توغندیو مو درې شنډ کړل
''له احتیاطه کار واخلي او هر هغه ناپېژندلی یا شکمن شی ته،
چې د ایران د بریدونو له پاتې شونو وي، نژدې نه شي. د داسې څیزونو د لیدلو په صورت
کې باید ژر تر ژره اړوندو چارواکو ته خبر ورکړل شي.''
تر دې ورمخکې ایران اعلان کړی و چې په اردن کې یې د
امریکا پر پوځي اډي برید کړی دی.
بل خوا د فارس خلیج د همکاریو شورا سرمنشي جاسم محمد
بدیوي، هغه څه چې ده په لوی لاس په بحرین، کویت او اردن کې د غیر پوځي زېربناوو او
تاسیساتو هدف ګرځول بللي، غندلي دي.