ژوندۍ پاڼه, عباس عراقچي: امریکا پر خپلو خبرو نه درېږي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په قرغزستان کې د شانګهاي همکارۍ سازمان هېوادونو په غونډه کې ویلي چې که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د "اسلام اباد هوکړې" لاسلیک باندې یوازې څو اوونۍ اوړي خو امریکا د ایران پر زېربناوو له بریدونو سره ثابته کړې چې دغه هېواد خپلو کړو وعدو ته "ژمن نه دی".
په همدې حال کې نن ۱۳ ورځ هم پر ایران د امریکا بریدونو لړۍ روانه وه او نن جمعه سهار شاوخوا پنځه بجې لا هم د ایران له بېلابېلو سیمو د چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه ترلاسه کېدل.
لنډیز
د پاکستان حکومت د تېلو بیې بیا لوړې کړې؛ "د پيټرولو لیټر له ۳۳۱ او د ډيزلو له ۳۷۸ اوښتی"
عباس عراقچي: امریکا خپلو خبرو ته "ژمنه نه پاتې کېږي"
ایران په بحرین او اردن کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی
د راپور له مخې، د یوې نفت وړونکې بېړۍ کپتان ویلي چې بېړۍ د یوه نامعلوم توغندي یا وېشتونکې وسیلې هدف ګرځېدلې ده. د برید له امله په بېړۍ کې اور لګېدلی او عمله یې د اور د کنټرول او مړه کولو هڅه کوي.
دې برېتانوي ادارې زیاته کړې چې تر اوسه د مرګژوبلې یا چاپېریالي ککړتیا کوم راپور نه دی ترلاسه شوی.
بلخوا، د ایران ځینو کورنیو رسنیو د یمني سرچینو له قوله راپور ورکړی چې حوثي وسله والو د سعودي عرب دوې تېل لېږدونکې بېړۍ په نښه کړې دي.
وروسته له هغه چې سعودي عرب د صنعا هوايي ډګر بمبار کړ، حوثیانو څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې د سعودي عرب پر ضد به سمندري محاصره پیل کړي. که پر دغو دوو سعودي نفت وړونکو بېړیو برید تائید شي، دا به د سعودي بېړیو د تګ راتګ د مخنیوي لپاره د دوی لومړنی عملي اقدام وي.
د ایران سپاه پاسداران ځواک ته نږدې فارس خبري اژانس د پنجشنبې په سهار د حوثیانو له قوله لیکلي:
د برېتانیا حکومت د چهارشنبې په ورځ (جولای ۲۲مه) اعلان وکړ چې د روان امنیتي وضعیت له امله یې په موقت ډول خپل برېتانوي سفارتي کارکوونکي له ایران څخه ایستلي دي.
خو د برېتانیا سفارت وايي، خپل فعالیتونه به نه دروي او د انلاین او لیرې واټن له لارې به خپلو چارو ته دوام ورکړي.
دا پرېکړه داسې مهال کې شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ شخړه او پوځي ترینګلتیا نوره هم سخته شوې او نښتې روانې دي.
عراقچي: پر زېربناوو برید به له پرېکنده ځواب سره مخامخ شي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په هغو څرګندونو کې چې داسې ښکاري د ډونلډ ټرمپ د څو ساعتونو وړاندې خبرداري ته ځواب وي، وايي، که امریکا د ایران پر زېربناوو برید وکړي، ایران به متقابل غبرګون وښيي.
هغه پر اېکس ټولنیزه شبکه یوه پیغام کې لیکلي: ''زموږ دفاعي تګلاره روښانه ده: سترګه د سترګې په بدل کې. پر ایران هر ډول تېری، چې د زېربناوو پر ضد بریدونه هم پکې شامل دي، له ځواکمن او پرېکنده ځواب سره به مخامخ شي.''
عراقچي زیاته کړې: ''هغه چې په داسې تېري کې برخه واخلي، د هر ډول ملاتړ په پام کې له نیولو پرته به مشروع هدفونه وبلل شي.''
د ایران سپاه پاسداران ځواک د هوايي ځواک قوماندان مجید موسوي هم ګواښ کړی چې که د ایران پر پلونو او برېښناکوټونو برید وشي، د امریکا د متحدانو او کوربه هېوادونو د برېښنا پرې کېدل ''حتمي دي.''
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ نن خبرداری ورکړ چې له دې وروسته به په هرمز تنګي کې د ایران د اسلامي جمهوریت له لوري پر هرې بېړۍ د برید په ځواب کې، د امریکا پوځ په ایران کې یو پل یا برېښناکوټ بمبار او ویجاړ کړي.
ښاغلي ټرمپ په خپل پیغام کې لیکلي چې دا ګواښ د توغندي، راکټ، ډرون یا ''هرې بلې وسیلې او وسلې'' له لارې بریدونه هم رانغاړي. نوموړي زیاته کړې چې احتمالي هدفونه کېدای شي تهران ته نژدې یا د پلازمېنې دننه پلونه او برېښناکوټونه وي.
ټرمپ: په هرمز تنګي کې به پر هره بېړۍ د برید په ځواب کې پر پل یا برېښناګوټ بمباري وکړو
د عکس سرچینه، Reuters
د امریکا متحدو ایالتونوولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی چې له دې وروسته به د ایران اسلامي جمهوریت له لوري په هرمز تنګي کې پر هرې بېړۍ د برید په ځواب کې د امریکا پوځ په ایران کې یو پل یا برېښناکوټ بمبار او له منځه یوسي.
ښاغلي ټرمپ په یوه پیغام کې لیکلي چې دا ګواښ د توغندي، راکټ، ډرون یا ''هرې بلې وسیلې او وسلې'' له لارې بریدونه هم رانغاړي. هغه زیاته کړې چې احتمالي هدفونه کېدای شي تهران ته نژدې یا د پلازمېنې دننه پلونه او برېښناکوټونه وي.
دا ګواښ په داسې حال کې مطرح کېږي چې په هرمز تنګي او د هغه په شاوخوا اوبو کې پر سوداګریزو او پوځي بېړیو بریدونه د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې له مهمو محورونو څخه ګرځېدلي دي. امریکايي چارواکي وایي چې پر ایران د دوی وروستي بریدونه د اسلامي جمهوریت د پوځي وړتیاوو کمولو لپاره شوي، چېد بېړیو تګ راتګ ته د ګواښ مخه ونیول شي او په دې اوبو کې د نورو بریدونو مخه هم ونیول شي.
ایران حکومت هم په وروستیو اوونیو کې څو ځله د هرمز تنګي د کنټرولولو په تړاو دخپل حق خبره کړې ده، او ایراني ځواکونه په سیمه کې پر څو بېړیو د برید یا د هغوی د تعقیب په تور تورن شوي دي. تهران بیا امریکا د جګړې د پراخېدو مسووله بولياو خبرداری یې ورکړی چې د ایران پر زېربناوو هر ډول برید به له لا سخت غبرګون سره مخامخشي.
د ښاغلي ټرمپ وروستی ګواښ د امریکا احتمالي هدفونه له پوځي اډو او مواضعو څخه ملکي زېربناوو ته غځوي، چې پلونه او برېښناکوټونه هم پکې شامل دي. پر دغو ډول هدفونو برید کولای شي د خلکو پر ورځني ژوند، د برېښنا پر رسولو او د ایران د ښارونو پر ترانسپورټ او تګ راتګ پراخ اغېز ولري.
دا څرګندونې داسې مهالشوې چې د دواړو هېوادونو متقابل بریدونه دوام لري. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې واشنګټن لا هم د خبرو او د جګړې پای ته رسولو لپاره چمتو دی، خو تهران په مذاکراتو کې جديت نه ښيي. د ایراناسلامي جمهوریت چارواکو بیا امریکا د شخړې په زیاتولو تورنه کړې او وايي،هر ډول نوي برید تهبه غبرګون وښيي.
دا هوکړه
د امریکا او متحده عربي اماراتو ترمنځ د ۲۰۰۹
کال له اټومي تړون سره توپیر لري؛ ځکه چې متحده عربي اماراتو د دغه تړون له مخې په
خپله خاوره کې د یورانیمو له بډایه کولو او د اټومي سون توکو له تولیده تېر شوی و.
د والسټریټ ژورنال
د راپور له مخې، دغه هوکړه چې ډونالډ ټرمپ پرې تایید کړی، ۳۰ کاله اعتبار لري. که
امریکا له ګډې څېړنې وروسته په سعودي عربستان کې د یورانیمو له بډایه کولو سره
مخالفت وکړي، ریاض به تر ۱۰ کلونو پورې
اجازه ونه لري چې دا کار په یوازې ځان یا له بل کوم هېواد سره په همکارۍ ترسره کړي.
دغه
طرحه به د ارزونې لپاره د امریکا کانګرس ته ولېږل شي او تمه ده چې د جمهوري
غوښتونکو او دیموکراتانو د ځینو قانون جوړوونکو او همداراز د اټومي وسلو د خپرېدو
د مخنیوي فعالانو له مخالفت سره مخ شي.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، د
امریکا او سعودي عربستان اټومي هوکړه د ریاض او اسرائیلو ترمنځ د اړیکو عادي کېدو
پورې مشروطه نه ده شوې. سپینې ماڼۍ لا تر اوسه د بيبيسي د نظر غوښتنې ته ځواب نه
دی ورکړی.
دا اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي
چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ګواښ کړی د ایران پرضد به پوځي بریدونه لا پراخ کړي.
د امریکا حکومت دغه غوښتنه د جمعې
په ورځ وړاندې کړې وه، او د بلغاریا پارلمان دا پرېکړه د ۱۳۶ موافقو
رایو، ۱۳ مخالفو رایو او دوو ممتنع رایو سره تصویب کړه.
دا هوکړه وروسته له هغه وشوه چې ډونلډ
ټرمپ د ناټو غړي هېوادونه له دې امله نیولي وو چې د ایران پرضد جګړه کې یې د
امریکا ملاتړ نه و کړی.
د دې هوکړې له مخې، بلغاریا اجازه ورکړې چې تر اته KC-135 تېلو رسوونکې الوتکې او همداراز ۲۵۰ امریکايي پوځي کسان په دغه هېواد کې ځای پر ځای شي. ټاکل شوې دغه ځواکونه په منځني ختیځ
کې د امریکا له عملیاتو ملاتړ وکړي.
وروستی, ټرمپ: که ایران په هرمز تنګي کې پر هرې بېړۍ برید وکړي، موږ به یې پلونه او برېښناکوټونه بمبار کړو
د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا
ولسمشر ډونلډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که
ایران په هرمز تنګي کې بېړۍ په نښه کړي، متحده ایالات به یې په ځواب کې د هغه
هېواد پر زیربناوو او بنسټونو برید وکړي.
هغه په
خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې لیکلي:
"له دې
وروسته، هر کله چې د ایران اسلامي جمهوریت په هرمز تنګي کې پر یوې بېړۍ، که په
توغندي، راکټ، بېپیلوټه الوتکې یا هرې بلې وسیلې او وسلې برید وکړي، متحده ایالات
به یو پل یا د برېښنا تولید یوه بټۍ بمبار او ویجاړه کړي."
ټرمپ د
دغو احتمالي بریدونو د ځای په اړه هم لیکلي:
"په دغو هدفونو کې به هغه تاسیسات هم وي چې د
پلازمېنې، یعنې تهران ښار دننه یا شاوخوا موقعیت لري."
د دوبۍ د رسنیو دفتر د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې متحده عربي امارات به هغو اوسېدونکو ته، چې خپل دوستان او د کورنۍ غړي دوبۍ ته د سفر لپاره راوبولي، له ۸۰۰ ډالرو ډېر تخفیف او ځانګړي امتیازات ورکړي.
ویل شوي، دا پروګرام د جګړې د اغېزو او د دوبۍ د ګرځندوی سکټور ته د اوښتي زیان د جبران لپاره طرحه شوی او د اکتوبر میاشتې تر پایه به دوام وکړي.
د دوبۍ د حکومت وېبپاڼې ویلي، هغه اوسېدونکي چې د جولای له ۲۰مې د اکتوبر تر ۳۱مې پورې خپل دوستان او د کورنۍ غړي د لیدنې لپاره راوبولي، د هوټلونو د استوګنې، د خوړو د ځانګړو تجربو او د ګرځندویزو ځایونو د ټکټونو په ګډون له بېلابېلو امتیازونو برخمنېږي.
دوبۍ چې هر کال شاوخوا ۱۹.۵میلیونه سیلانیان یې لیدو ته ورځي، د سیمې له مهمو ګرځندویزو مرکزونو څخه ګڼل کېږي، خو اوړی په متحده عربي اماراتو کې د ګرځندوی کمرونقه موسم بلل کېږي. متحده عربي امارات د امریکا او اسرائیل له ایران سره د ۴۰ ورځنۍ جګړې پر مهال د پام وړ زیانونه ولیدل.
د دې مودې پر مهال د ایران ډېری توغندیز بریدونه متحده عربي امارات په نښه کړي وو، چې د نخل جمیرا په سیمه کې پر هوټلونو او همدارنګه پر مشهور برجالعرب هم بریدونه پکې شامل وو.