ژوندۍ پاڼه, عباس عراقچي: امریکا پر خپلو خبرو نه درېږي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په قرغزستان کې د شانګهاي همکارۍ سازمان هېوادونو په غونډه کې ویلي چې که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د "اسلام اباد هوکړې" لاسلیک باندې یوازې څو اوونۍ اوړي خو امریکا د ایران پر زېربناوو له بریدونو سره ثابته کړې چې دغه هېواد خپلو کړو وعدو ته "ژمن نه دی".
په همدې حال کې نن ۱۳ ورځ هم پر ایران د امریکا بریدونو لړۍ روانه وه او نن جمعه سهار شاوخوا پنځه بجې لا هم د ایران له بېلابېلو سیمو د چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه ترلاسه کېدل.
لنډیز
د پاکستان حکومت د تېلو بیې بیا لوړې کړې؛ "د پيټرولو لیټر له ۳۳۱ او د ډيزلو له ۳۷۸ اوښتی"
عباس عراقچي: امریکا خپلو خبرو ته "ژمنه نه پاتې کېږي"
ایران په بحرین او اردن کې د امریکا پر پوځي مرکزونو د بریدونو خبر ورکړی
امریکا د بهرنیو چارو وزیر: هېواد یې له ایران سره خبرو ته چمتو دی خو تهران جدي نه دی
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وایي، هېواد یې غواړي او چمتو دی چې له ایران سره خبرې وکړي د او له دغه هېواد سره روان
کړکیچن حالت پاېته ورسوي، خو په خبره یې تهران په مذاکراتو کې جدي نه دی.
ښاغلي روبیو دا هم ویلي چې د هرمز تنګي باندې د
ایران کنټرول به "خطرناک" وضعیت رامنځته کړي.
د کویت د برېښنا، اوبو او د بیا کارېدونکې انرژۍ وزارت پر ایکس خپره کړې وینا پاڼه کې ویلي، څلور ورځې کېږي چې ایران د دغه هېواد د برېښنا او د اوبو د تصفیې پر فابریکو بریدونه کړي دي.
تر دې وړاندې د ایران انقلابي ګارډ یا سپاه پاسداران ویلي و په کویت کې یې د امریکا درې پوځي اډې په نښه کړې دي.
د ایران کورنیو چارو وزیر د پاکستان له لومړي وزیر او د پوځ له مشر سره ولیدل
د عکس سرچینه، PMO
د ایران د کورنیو چارو وزیر، سکندر مومني، په اسلام اباد کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشال جنرال عاصم منیر سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
شهباز شریف او د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب له مهمو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي.
پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي تائید کړې وه چې منځګړو لورو ایران ته ځینې وړاندیزونه سپارلي دي.
ښاغلي مومني تر دې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره هم لیدلي وو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکاریو او اقتصادي اړیکو په اړه یې خبرې کړې وې.
قطر له ایرانه د تاوان غوښتنه وکړه
د عکس سرچینه، Getty Images
قطر ملګرو ملتونو او امنیت شورا ته په استول شویو لیکونو کې ویلي چې ایران د دوی پر خاوره د ترسره شویو بریدونو بشپړ حقوقي مسئولیت لري او د ټولو اوښتیو زیانونو د جبران غوښتنه یې کړې ده.
د دې لیکونو له مخې قطر ادعا کوي چې ایران د جولای پر ۷مه هرمز تنګي ته نژدې یوه قطري نفت لېږدونکې بېړۍ په نښه کړې او وروسته یې د جولای پر ۱۲مه او ۱۷مه پر قطر توغندیز بریدونه کړي دي.
په دې لیکونو کې پر قطر د ایران بریدونه د دغه هېواد د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه او د قطر د امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد مستقیم ګواښ بلل شوي دي.
قطر ټینګار کړی چې:
''د خپل حاکمیت، امنیت او د خپلو اتباعو د ژوند د دفاع لپاره به له هېڅ اړین او ضروري اقدامه ډډه ونه کړي.''
بل لور ایران وايي، په سیمه کې یې د بریدونو اصلي هدفونه په دې هېوادونو کې مېشت امریکايي ځواکونه او اډې دي، او د دې ځواکونو د کوربه هېوادونو ملي ګټې او بنسټونه یې هدفونه نه دي.
پاکستان کې د ایران د کورنیو چارو وزیر رسمي لیدنې پیل شوې
د عکس سرچینه، IRNA
د عکس تشریح، سکندر مومني پرون د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره خبرې وکړې.
سکندر مومني په پاکستان کې د خپل رسمي سفر کاري پروګرام پیل کړی دی. د ایران ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د کورنیو چارو وزیر ''په اسلاماباد کې د تاریخي یادګار له لیدنې او د پاکستان شهیدانو او بنسټ ايښودونکو ته له درناوي وړاندې کولو وروسته له فیلډ مارشال عاصم منیر سره ګوري.''
د پاکستان د دولتي ټلویزیون په وینا، ښاغلی مومني به د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره هم وویني. شهباز شریف او عاصم منیر د ایران او امریکا ترمنځ د منځګړیتوب له مهمو شخصیتونو ګڼل کېږي.
پرون د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي تائید کړه چې منځګړو ایران ته ځینې وړاندیزونه سپارلي دي.
ښاغلي مومني پرون د پاکستان د کورنیو چارو له وزیر محسن نقوي سره خبرې وکړې. د دواړو هېوادونو چارواکو له دې کتنې وروسته تر ۱۰ میلیاردو ډالرو پورې د دوهاړخیزې سوداګرۍ د لوړولو پر خپلې ژمنې ټینګار وکړ.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، سکندر مومني ویلي:
د ایران سپاه پاسداران ځواکونو وویل چې په کوېت، بحرین او سوریه کې یې د امریکايي ځواکونو پر پوځي اډو بریدونه کړي دي. د دوی په وینا، دا بریدونه یې د امریکا لخوا د ایران د تېرې شپې د بریدونو په ځواب کې کړي دي.
په بحرین کې د خطر زنګونه وکړنګول شول او د بحرین کورنیو چارو وزارت له خپلو خلکو وغوښتل چې خوندي ځایونو ته ځانونه ورسوي. د کوېت پوځ بیا وویل چې له "ډرون بریدونو سره پر مقابله" لګیا دي.
د سېنټکام تر اعلان وروسته پر ایران بیا بریدونه
وروسته له هغه چې د امریکا مرکزي قومندانۍ یا سېنټکام پر ایران د نهمې شپې بریدونو د پای ته رسېدو اعلان وکړ، د ایران د بوشهر والي وویل پر دغه ښار د دوو تازه بریدونو خبر ورکړ. د بوشهر ښار والي محمد مظفري وویل چې، "د دغه برید په پایله کې چا ته د مرګژوبلې د اوښتو خبر لا نه دی ورکړل شوی".
بلخوا د ایران د ختیځ اذربایجان ولایت له کړکېچ سره د مبارزې ادارې وویل چې د ایران په شمال لوېدیځ کې پر یوه پوځي سیمه د امریکا په تازه بریدونو کې لږترلږه یو تن وژل شوی او ځينې نور ژوبل دي.
ایران ته د "اوربند وړاندیز"
نن دوشنبه بل مهم خبر هم دا و چې د ایران د بهرینو چارو وزارت ویلي چې منځګړو ورته د "قطر طرحې" له مخې له امریکا سره د "اوربند وړاندیزونه" کړي دي. ویاند یې اسماعیل بقايي د خبر پخلی وکړ او ویې ویل چې دوی یې پر جزیاتو فکر کوي خو د ډېپلوماسۍ تر څنګ یې له "ځانه دفاع" هم یاده کړه.
اردن کې امریکايي پوځ ته اوښتی زیان
نیویارک ټایمز د ځینو پوځي سرچینو له قوله خبر ورکړی چې په اردن کې د امریکا پر هوايي اډه د ایران په بریدونو کې لګسونه امریکايي سرتېري او څو چورلکې زیانمنې شوې دي. په دوی کې هغه درې سرتېري هم شامل دي چې پر اردن د تېرې جمعې ورځې په برید کې وژل شوي دي.
سېنټکام بیا ویلي چې له ایران سره په جګړه کې تر ۴۰۰ ډېر امریکايي سرتېري ټپيان شوي دي.
وروستی, نیویارک ټایمز: اردن کې د ایران برید لسګونه امریکايي سرتېري ژوبل او څو چورلکې زیانمنې کړې دي
د عکس سرچینه، Getty Images
د عکس تشریح، ارشیف عکس:
نیویارک ټایمز د یوه امریکایي پوځي چارواکي له خولې خبر ورکړی چې تېره اوونۍ په اردن کې د امریکا پر پوځي اډې د ایران په بریدونو کې "لسګونه سرتېري ژوبل شوي او څو چورلکې زیانمنې شوې دي".
دې ورځپاڼې د سرچینې له قوله ویلي چې د تېرې جمعې په ورځ برید نه مخکې درې نور ورته بریدونه هم شوي وو چې درې امریکايي سرتېري پکې ووژل شول.
یوه بل امریکايي پوځي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط نیویارک ټایمز ته ویلي چې د امریکا مرکزي قومنداني (سېنټکام) مجبوره نه ده چې د ټپي سرتېرو په اړه معلومات خپاره کړي.
هغه ویلي، "ولې پېنټاګان داسې معلومات خپاره کړي چې له ایران سره مرسته وکړي چې په اردن او منځني ختیځ کې د امریکا پر هغو نورو اډو هم د بالستیک توغندیو او وژونکو ډرونونو په لا ډېرو دقیقو بریدونو کې مرسته وکړي چې زرګونه امریکایي سرتیري پکې مېشت دي؟"
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه خبري غونډه کې تایید کړه چې منځګړو ایران ته له امریکا سره د "اوربند " په اړه "وړاندیزونه" کړي دي.
په خبري غونډه کې له ښاغلي بقايي پوښتنه وشوه چې، "داسې ګمانونه شته چې د قطر د طرحې له مخې د ایران او امریکا ترمنځ لس ورځنۍ اوربند کېږي. تاسې داسې کوم نوښت تاییدوئ؟"
هغه په ځواب کې ورته وویل، "د منځګړو له لوري وړاندیزونه راسره شریک شوي او ترلاسه کړي مو دي. خو د اوس لپاره اجازه راکړئ چې جزیاتو باندې یې ځان پوه کړو. دمګړۍ اصلي موضوع دا ده چې هو، دا تاییدوو چې په دې ورځو کې ډېپلوماتیکه دستګاه فعاله ده او د ځينو منځګړو له لوري ایران ته وړاندیزونه شوي دي".
له ښاغلي بقايي بله پوښتنه وشوه چې، "که ډونلډ ټرمپ په راتلونکي کې بیا د خبرو اترو غوښتنه وکړي نو د ایران ځواب به څه وي؟"
هغه ځواب ورکړ چې په داسې "دوهګونې مذاکرې ټينګار زموږ هېواد ته ګټور نه دی چې یا جګړه او ډېپلوماسي وي او یا د خپل هېواد لپاره جګړه وي. داسې فکر کول چې له ځانه د دفاع پر ځای دې ډېپلوماسي وشي او یا دا چې دفاع او ډېپلوماسي یو ځای نه کېږي، سم استدلال نه دی. دا باید په پام کې ونیسو چې څه چې سید عباس کوي او یا یې سید مجید کوي، دواړه یې د یوې موخې ترلاسه کولو لپاره کوي".