ژوندۍ پاڼه, عباس عراقچي: امریکا پر خپلو خبرو نه درېږي
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په قرغزستان کې د شانګهاي همکارۍ سازمان هېوادونو په غونډه کې ویلي چې که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د "اسلام اباد هوکړې" لاسلیک باندې یوازې څو اوونۍ اوړي خو امریکا د ایران پر زېربناوو له بریدونو سره ثابته کړې چې دغه هېواد خپلو کړو وعدو ته "ژمن نه دی".
په همدې حال کې نن ۱۳ ورځ هم پر ایران د امریکا بریدونو لړۍ روانه وه او نن جمعه سهار شاوخوا پنځه بجې لا هم د ایران له بېلابېلو سیمو د چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه ترلاسه کېدل.
وروستی, عباس عراقچي: امریکا خپلو خبرو ته "ژمنه نه پاتې کېږي"
د عکس سرچینه، ISNA
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په قرغزستان کې د شانګهاي همکارۍ سازمان هېوادونو په غونډه کې ویلي چې که څه هم د ایران او امریکا ترمنځ د "اسلام اباد هوکړې" لاسلیک باندې یوازې څو اوونۍ اوړي خو امریکا د ایران پر زېربناوو له بریدونو سره ثابته کړې چې دغه هېواد خپلو کړو وعدو ته "ژمن نه دی".
ښاغلي عراقچي ویلي، "د هرمز تنګي د امنیت او نظم په بهیر کې د امریکا مستقیمې لاسوهنې او د سمندري کلابندۍ بیا لګولو یو ځل بیا د نړۍ د یوې ډېرې مهمې ستراتيژيکې سمندري لارې امنیت له خطر سره مخ کړی او پر دغه مسیر د نړیوال سوداګریز بهیر عادي چلښت یې ګډوډ کړی دی".
د دې غونډې په یوه بله برخه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر همداراز وویل چې پر دغه هېواد بریدونو کې "هر ډول ګډون به ښکېل اړخ له نړیوال مسؤلیت" سره مخامخ کړي او ټينګار یې کړی چې په داسې حال کې ایران له ځانه "د قانوني دفاع حق" لري او "د هر ډول تېري پر وړاندې به [ښکېل اړخ] د وسلهوالو ځواکونو مشروع هدف وي".
د ایران او امریکا د جګړې له پیل راهیسې ایران په منځني ختیځ کې د سعودي عربستان، قطر، اردن او کویت په ګډون پر ځينو هېوادونو بریدونو ته دوام ورکړی او ادعا کوي چې ګواکې هلته امریکايۍ موخې په نښه کوي.
بي بي سي تر اوسه نه ده توانېدلې چې په خپلواکه توګه د دغو راپورونو
کره والی تایید کړي.
اتو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې مسجدالاقصی ته د سخت دریځي اسرائیلي وزیر ننوتل وغندل شول, بیانیه اعتراضی کشورهای عربی به ورود وزیر تندرو اسرائیل و شهرکنشینان به محوطه مسجدالاقصی
د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د اتو عربي او اسلامي هېوادونو ګډه اعلامیه کې مسجدالاقصی ته د اسرائیلي وزیر او مېشتو یهودانو ننوتل وغندل شول.
د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، اردن، مصر، قطر، ترکیې، پاکستان او اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې د اسرائیلو د ملي امنیت وزیر ایتمار بنګویر او د اسرائیلي مېشتو یهودانو لخوا مسجدالاقصی ته ننوتل په کلکه غندلي دي.
په دې اعلامیه کې، چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي چې دغه اقدام د مسجدالاقصی د تاریخي او حقوقي وضعیت ښکاره سرغړونه ده او یو نه منونکې پاروونکې کړنه بلل کېږي چې کولی شي په سیمه کې تاوتریخوالی لا زیات کړي.
دغه اتو هېوادونو پر لاندې ټکو هم ټینګار کړی دی:
په بیت المقدس کې د اسلامي او مسیحي مقدسو ځایونو پر سر د اردن د سرپرستۍ او ولایت درناوی باید وشي.
د مسجدالاقصی د تاریخي او حقوقي وضعیت د بدلون هر ډول هڅې باید رد شي.
هغه پاروونکې او یو اړخیزې کړنې باید ودرول شي چې د سیمې امنیت او ثبات له خطر سره مخ کوي.
د بیت المقدس په اړه باید د نړیوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو درناوی وشي.
دا اعلامیه وروسته له هغې خپره شوه چې ایتمار بنګویر د سلګونو اسرائیلي مېشتو یهودانو په ملتیا د مسجدالاقصی انګړ ته ننوت. دغه اقدام د فلسطینیانو، اردن او د یو شمېر عربي او اسلامي هېوادونو له پراخو غبرګونونو او غندنو سره مخ شوی دی.
د ایران عامې روغتیا وزارت: د امریکا د نویو بریدونو له امله ۵۵ کسان وژل شوي او ۶۲۹ نور ټپیان دي
د ایران د روغتیا وزارت د اطلاعاتو مرکز مشر حسین کرمانپور د پنجشنبې په ورځ د تېرو درېیو اوونیو په اوږدو کې د امریکايي بریدونو وروستۍ بشري مرګژوبله اعلان کړه.
هغه وویل:
"د چنګاښ له ۶مې نېټې د امریکا د هوايي بریدونو له پیله د زمري تر لومړۍ نېټې د سهار تر ۹ بجو پورې، ۶۲۹ کسان ټپیان او ۵۵ کسان وژل شوي دي."
د نوموړي په وینا، د ټپیانو په ډله کې ۴۶ ښځې او ۲۴ ماشومان او تر ۱۸ کلونو کم عمره ځوانان شامل دي. دغه راز، وژل شویو کسانو کې ۶ ښځې او ۳ ماشومان او کم عمره ځوانان هم شامل دي.
هغه زیاته کړه چې تر اوسه ۵۲ جراحي عملیات ترسره شوي او ۳۶ کسان لا هم په روغتونونو کې بستري دي.
د امریکا د بریدونو نوی پړاو، چې د جمعې په سهار پرلپسې دیارلسمې شپې ته رسېدلی، تر ډېره د دواړو خواوو ترمنځ د هرمز تنګي د مدیریت او کنټرول پر سر د شخړې له امله رامنځته شوی دی.
له همدې امله د امریکا د بریدونو ډېره برخه د ایران په سویلي ساحلي سیمو متمرکزه شوې ده او د دې بریدونو تر ټولو ډېر زیان د ایران د سویلي ولایتونو ملکي اوسېدونکو ته اوښتی دی.
د ایران هغه ښارونه او سیمې چې د جمعې په سهار د چاودنو او هوايي بریدونو شاهدان وو
د تهران په وخت د سهار شاوخوا ۵ بجې لا هم د ایران له بېلابېلو سیمو د چاودنو او هوايي بریدونو راپورونه ترلاسه کېدل. تر اوسه هغه ښارونه او سیمې چې د جمعې د سهار (د زمري ۲مه) د بریدونو تر اغېز لاندې راغلي، بندرعباس، اهواز، امیدی، جاسک، قشم او اندیمشک سویلي ښارونه او دغه راز د ایران په لوېدیځ کې د خرم اباد، خنداب، بروجرد، فیروزاباد، تفت او نایین ښارونه دي. دغه راز د ختیځ تهران له بېلابېلو سیمو هم د هوايي مدافعتي سیسټمونو د فعالېدو ګڼ راپورونه هم ورکړل شوي دي.
وروستی, د ایران په سویلي ښارونو او ټاپوګانو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي
په داسې حال کې چې د امریکا لخوا پر ایران د هوايي بریدونو د نوي پړاو د پیل اعلان شوی، د فارس خلیج له بېلابېلو ساحلي سیمو د ګڼو چاودنو راپورونه ترلاسه شوي دي.
دوو امریکايي چارواکو هم تائید کړې چې تر اوسه د ایران پر ضد د نوو پوځي عملیاتو په اړه هېڅ پرېکړه نه ده شوې او امریکايي پوځ ته هم په دې اړه کوم نوي امرونه نه دي ورکړل شوي.
ټرمپ ادعا وکړه چې که وغواړي، اسرائیل کولای شي سملاسي په نويو عملیاتو کې ګډون وکړي، خو هغه ټینګار وکړ چې امریکا د ایران پر ضد د عملیاتو د پیل لپاره د بل هېڅ هېواد مرستې ته اړتیا نه لري.
نوموړي دا هم اشاره وکړه چې که اسرائیل په بریدونو کې برخه واخلي، د ایران له لوري به احتمالي غبرګون هم رامنځته شي.
د ټرمپ په وینا، ایران غواړي خبرې وکړي، خو لا هم د کومې هوکړې لپاره چمتو نه دی. هغه وویل چې ایراني مشرتابه وروستي دیپلوماتیک وړاندیزونه نه دي منلي او "لا هم دومره زیان نه دی ور رسېدلی" چې خپل دریځ بدل کړي.
د یادونې وړ ده چې د ایران له ملاتړه برخمنو حوثي ځواکونو په سره سمندر کې سعودي بېړۍ په نښه کړې دي، چې له امله یې د نړیوالو تېلو د لېږد یوه بله مهمه لاره له زیات فشار او کړکېچ سره مخ شوې ده.
ټرمپ پر خپل ټولنیز پلیټفارم ټروت سوشل خبرداری ورکړ چې که حوثیان په سره سمندر کې بیا پر بېړیو بریدونه وکړي، امریکا به یې مسوولیت پر ایران واچوي.
هغه وویل چې حوثیان د ایران ملاتړې ډله ده، که کوم نوی برید ترسره شي، هم به ایران او هم به حوثیان له سخت پوځي غبرګون سره مخامخ شي.
د ایران سپاه پاسداران خبرداری: د ایران پر ضد په برید کې کارول شوې برېتانوي اډه به مشروع هدف وي
د ایران د پاسداران انقلاب ځواکونو ادعا کړې چې امریکا پر ایران د برید لپاره په برېتانیا کې د فیئرفورډ هوايي اډې کې ځای پر ځای شوې بي-۱ بم غورځوونکو الوتکې کارولې. دغو ځواکونو لندن ته خبرداری ورکړی چې هره هغه اډه چې د ایران پر خاورې د برید لپاره وکارول شي، "مشروع هدف" به وګڼل شي.
په ورته مهال د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د هغو راپورونو غندنه کړې چې وایي، د ایران پر ضد د امریکا په بریدونو کې د برېتانیا اډو او اسانتیاوو د کارولو اجازه ورکړل شوې ده. وزارت ویلي چې په دغو بریدونو کې هر ډول همکاري به "په تېري او جنګي جرمونو کې ګډون" وبلل شي.
وارش کانګرېس ته دا هم وویل چې د منځني ختیځ د کړکېچ له امله پر بیو د اغېز تر څرګندېدو وروسته، دوی د بیو د ثبات د بېرته ټینګښت لپاره بشپړ ژمن دي.
اروپايي ټولنه: په سره سمندر کې پر بېړيو بريدونه د منلو وړ نه دي
د عکس سرچینه، REU
د عکس تشریح، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشره
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پاليسۍ مشرې کايا
کالاس، په سره سمندر کې د سعودي پر يوې بېړۍ د حوثيانو بريد "د نه منلو وړ" او
"غیرقانوني" وباله او له
حوثيانو يې وغوښتل چې دا ډول بريدونه ودروي.
هغې د پنجشنبې په ورځ په يوه
اعلاميه کې وويل: "په سره سمندر کې پر يوه نفت لېږدوونکې بېړۍ بريد د منلو وړ نه دی او غيرقانوني عمل دی، او دا به په سيمه کې تاوتریخوالی لا ډېر کړي".
تر دې مخکې د سعودي عربستان دولتي
خبري اژانس د دغه هېواد د ترانسپورټ ادارې د يوه رسمي سرچينې له قوله راپور ورکړی
و چې د يو بريد له امله د دوی د یوې بېړۍ مخکينۍ برخه اور اخيستې ده. د
سرچينې په وينا، د بېړۍ ټول عمله خوندي ده او په دې پېښه کې چا ته مرګ ژوبله نه ده
اوښتې.
هغه ویلي، حوثیانو د دې جګړې په اوږدو کې
تر ډېره "عاقلانه عمل" وکړ او ځان یې لرې وساته، خو اوس ظاهرآ تېروتي دي
او پر سعودي عرب او د دغه هېواد پر کښتیو یې بریدونو ته مخه کړې ده.
ربیو خبریالانو ته وویل: "هیلهمن یم
چې هغوی کړکېچ راکم کړي. که رښتیا ووایم فکر کوم چې حوثیان د ایران لخوا تېرایستل
شوي او جګړه کې ښکېل شوي دي."
د ایران پوځ: کویت کې مو د امریکا پر درېیو اډو بریدونه وکړل
د ایران پوځ
د عامه اړیکو څانګې په یوه بیان کې ویلي چې کویت کې یې یو ځل بیا د امریکا پر
درېیو پوځي اډو بریدونه کړي دي.
په بیان کې
راغلي الدوحه، علي السالم او عریفجان پوځي اډه هغه سیمې دي، چې نن بیا د ایران
د ډرونونو تر برید لاندې راغلې.
په دغه بیان
کې الدوحه د امریکا د مهماتو او لوجستیکي توکو زېرمتون بلل شوی دی.
وروستی, پاکستان: د سمندري ګټو خلاف هر ډول اقدام به ملي امنیت ته خطر وګڼل شي
د عکس سرچینه، x.com/ForeignOfficePk
پاکستان یو ځل بیا د یمن حوثي غورځنګ ته خبرداری ورکړی
چې د پاکستاني بیرغ لرونکو بېړیو او یا د پاکستان د سمندري ګټو خلاف هر ډول اقدام
به خپل ملي امنیت ته جدي خطر وګڼي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د
پنجشنبې پر ورځ په خپل اوونیز خبري کنفرانس کې وویل، چې هېواد یې د نړیوال قانون
له مخې د ځان دفاع لپاره د هرې اړینې لارې د کارولو حق لري.
هغه د حوثیانو لخوا سرهسمندر کې د سعودي عرب پر
سوداګریزو بېړیو بریدونه هم وغندل.
طاهر اندرابي وویل: "د حوثیانو له اړخه د سعودي عرب
د سوداګریزې بېړۍ چلونې خلاف د سمندري کلابندۍ ګواښونه، سیمهییز ثبات، د کښتۍ
چلونې ازادۍ او نړیواله سوداګري" له خطر سره مخامخوي.
تېره اوونۍ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم ویلي وو
چې د حوثیانو وروستي اقدامات د سیمې سوله او ثبات له لا ډېرو ستونزو سره مخامخولی
شي.
وروستی, اکیسویس: امریکا د ایران خلاف تازه عملیاتو کې لومړی ځل 'بي-۱' بم غورځوونکې کارولې دي